ولسمشر کرزي ته پرانستى ليک

د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالت مآب جمهور رييس ښاغلي حامد کرزي صاحب ته!
د افغانستان اسلامي جمهوريت د لوړو زده کړو د وزارت د پاملرنې وړ.
د ټولو نه د مخه د پېښور په آريانا پوهنتون کې د پښتونخوا د نجونو او ځوانانو له خوا تاسې جلالتمآب ته خپل سلامونه او ژوره درناوى وړاندې کوو.
هيله لرو، چې ستاسې جلالتمآب په مدبرانه لارښوونه او مشرۍ به گران افغانستان نور هم پرمختگ وکړي او د نړۍ د خپلواکو هېوادونو په کتار کې به يې بيرغ هم داسې رپانده او ځلانده بريښي.
د قدر وړ جلالتمآب کرزى صاحب! تاسې په دې حقيقت تر ټولو ښه پوهېږئ، چې افغانان چې هر چېرې دي افغانان دي او د دې غم او ښادي يوه ده. وياړونه يې مشترک دي؛ ځکه، چې تاريخ يې يو دى، ژبه يې يوه ده، کولتور يې يو دى. پاني پت يې په گډه فتح کړى دى، سومنات يې په شريکه سره دړې وړې کړى دى او په يوه چيغه يې روس هم شړلى دى.
د دغه لنډو څو معنا لرونکيو حقايقو په پام کې نيولو سره ستاسې جلالتمآب پام دې مهم ټکي ته هم رااړوم، چې دېرش کاله د مخه چې د روسانو له يرغل نه وروسته افغانان د خپل کوره بې کوره شول نو د هغوى د نورو سربېره دا يوه لويه کارنامه حسابيږي، چې د خپلو اولادونو د روزنې او تحصيل په برخه کې يې غفلت نه دى کړى، چې نن هم د هغه سرښندوونکو پلرونو اولادونه ستاسې په مشرۍ کې د افغانستان په بيا جوړونه بوخت دي.
په همدغه کړۍ کې د آريانا پوهنتون هم شمېرل کيږي، چې د خپل هېواد څخه د بې کوره شويو افغانانو او د پښتونخوا نجونې او زلميان په کې په تحصيل بوخت دي او هيله لري، چې دوى به هم په نږدې موده کې ستاسې تر مدبرانه لارښوونې لاندې د هېواد په آبادۍ او سوکالۍ کې ونډه واخلي.
زمونږ هيله ستاسې محترم جلالتمآب رييس جمهور صاحب څخه دا ده، چې تر ټولو د مخه د خپلو دغه اولادونو د تحصيل لپاره د ښو شرايطو په برابرولو کې لازمه لارښوونه وکړئ او د دې امر وفرمايئ، چې د ٢٠١٢ عيسوي کال تر پايه پورې چې د ملل متحده د مهاجرينو د عالي کميشنرۍ يعنې UNHCR ا و د پاکستان او د افغانستان د دولتونو له خوا ورته وخت ورکړى شوى دى، چې په اسلامي جمهوري پاکستان کې اوسيدلى شي نو تاسې هم د خپل پلرني لطف له مخې په پېښور کې د آريانا پوهنتون د رسمي کولو فرمان صادر کړئ. دا به مو د پښتونخوا او پر افغان محصلينو نجونو او ځوانانو ستره لورينه وي. ځکه چې مونږ محصلين په اوسنيو شرايطو کې نشو کولى، چې بلې خوا ته لاړ شو او نه بل کوم ځاى ته د تللو او نقل مکان امکانات لرو. څرنگه چې د آريانا پوهنتون مرکز د ننگرهار ولايت په جلال آباد کې شته دى نو د ډېر زيات ټينگار په صورت کې به مونږ دې ته غاړه کېږدو، چې خپل دغه مرکز ته ورشو ځکه چې د پېښور او جلال آباد ترمنځ واټن ډېر کم دى او هلته د دې امکانات شته، چې مونږ خپل تحصيل ته دوام ورکړو.
جلالتمآب جمهور رييس صاحب! که چيرې زمونږ يو لړ وروڼه په دې ټينگار کوي، چې خپلو کليو ته نږدې په کوم پوهنتون کې تحصيل وکړي نو دا به هم ستاسې مهرباني وي چې امر وفرمايي، چې هغوى بيا د آريانا پوهنتون ادارې له خوا د اړوندو ولايتونو پوهنتونونو ته وپېژندل شي.
پر درناوى
د آريانا پوهنتون د پښتونخوا،
دزلميانواوپيغلومحصلينو له خوا