
حبيب مايار
افغانستان اوس د نړۍ د ځواكمنو هېوادونو د سيالۍ او زور ازمويلو يو لوبغالى ګرځېدلى، هر هېواد غواړي چې خپل زور له نورو سره په دې هېواد كې معلوم كړي. ځكه چې تر دې وړاندې همداسې وشول. كله چې شوروي په افغانستان تېرى وكړ، امريكا د دې لپاره چې روس ته ماتې وركړي، د افغانانو مرسته يې وكړه. پرمختللې وسلې يې وركړې او هر ډول آسانتياوې يې ورته برابرې كړې. تر دې چې د پاكستان په مرسته يې په پاكستان كې دفترونه، بې ځايه شوو ته پنډغالي هم جوړ كړل. چې ګټه يې هم ورته وكړه، هغه دا چې روس داسې ماتې وخوړه چې بيا تر ننه پورې په پښو سم نه شي درېداى. هغه سور پوځ چې ويل به يې سور پوځ ماتې نه شي زغملاى داسې مات شو چې د ټولې نړۍ د ملنډو شو.
نور به تېرو ته نه ځو ځكه چې تېر حالات ټولو هېوادوالو په خپلو سترګو ليدلي دي، رابه شو د هېواد اوسنيو حالاتو ته، هغه داسې چې امريكا يو ځل بيا د دې لپاره چې په منځنۍ آسيا كې خپلې ګټې خوندي كړي او د ځينو ځواكمنو هېوادونو لپاره دلته يو څه ولري. د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه او همدارنګه د طالبانو د له منځه وړلو لپاره په دې هېواد حمله وكړه، چې په پايله كې يې په دې اتو كلونو كې په زرګونو ملكي هېوادوال تر ګور پورې ورسول. خو اوس هم دې وژونكو ته ځينې هېوادوال د مېلمه او سولې راوستونكو په سترګه ګوري. سره د دې چې ورځ په ورځ يې ظلمونه او نادودې پراختيا مومي. دوه ورځې وړاندې ولسمشر حامد كرزي د لومړي ځل لپاره د بهرنيو پوځيانو په وړاندې له يوه توند دريځ څخه كار واخيست، هغوى يې په دې تورن كړل چې نه غواړي چې موږ يوه خپلواكه او افغاني اداره ولرو او د نوموړي په وينا كه چېرې دوى خپلې كړنې سمې نه كړي، د مخالفينو له خوا به اوسني بغاوتونه په ملي پاڅون بدل شي او همدارنګه يې د ملت په استازو غږ كړى چې مه پرېږدئ چې هر څوك د هېواد په چارو كې لاسوهنه وكړي.
دلته د ډېر افسوس ځاى دا دى چې تېره شپه د لمر ټلويزيون په يوه بحث كې د سياسي چارو شنونكي يونس فكور د ولسمشر د خبرو په اړه وويل چې، حامد كرزي په خپلو خبرو كې څلور اصلونه له پامه غورځولي دي. لومړى دا چې افغانان مېلمه پالنه لري. دويم دا چې نړيوالو ځواكونو ته بايد نور خارجيان ونه ويل شي، ځكه چې دوى زموږ بين المللي دوستان دي. درېيم دا چې دوى زموږ د مرستې او سولې لپاره راغلي دي. څلورم دا چې كرزي څرګنده احسان فراموشي وكړه.
خو نوموړى دا نه وايي چې مېلمه څه ډول وي او چاته مېلمه ويل كېږي؟ د نوموړي په نظر دې ته مېلمه ويلاى شو چې د فراه په بالابلوك كې يې په لسګونو ملكي افغانان په يوه بمبار كې ووژل، په شاه ولي كوټ كې تر سلو ډېر پرته له كومې ګناه څخه بمبار كړل، په كندوز كې هم همدارنګه، د هرات د شينډنډ په عزيز آباد كې يې په سلګونو كسان تر خپلو خټينو كورونو لاندې كړل؟ هلمند، ارزګان او ختيځ ولايتونو خو به هېڅ نه يادوو، چې هلته هم دوى ډېرى ملكي افغانانو تر تېغ تېر كړي دي.
آيا مېلمه په خپل سر د كوربه په كور ننوزي او د كورنۍ غړي يې د ښځو او ماشومانو په مخ كې پرته له كوم جرم څخه وژني؟
آيا مېلمه پرته له كوربه څخه د كور په كارونو كې امر كولاى شي؟
آيا د نوموړي څېړونكي په نظر اوس هم موږ دوى ته بين المللي دوستان ووايو، كه اشغالګر؟؟؟
او كه چېرې ته د افغان ولس دوستي او مېلمه پالنې ته درناوى كوې او دغو دودونو ته يې په درنه سترګه ګورې، بيا خو طالبانو هم د يو مېلمه لپاره خپل تحريك او په ټوله كې نظام له لاسه وركړ، بيا نو پر هغوى ولې ته او ستا په څېر سياسي شنونكي بد وايي.
نوموړى وايي چې دوى دې هېواد ته سوله راوستې، خو كومه سوله؟؟؟ موږ خو د دوى له راتګ سره سوله نه وينو، بلكې ورځ تر ورځې بدمرغي او دربدري را روانه ده هغه هم د دوى له خوا. آيا فكور صاحب د څومره هېوادوالو نمايندګي به وكړاى شې چې تا په خپلو خبرو كې ويل چې د افغانانو په نمايندګۍ او د يوه افغان په صفت دوى ته ښه راغلاست وايم. نو له دې معلومېږي چې ته هم د افغانانو په وژنو نه خپله كېږي بلكې پرې خوشالېږي، ځكه چې اوس خو بهرنيان پرته له وژنو څخه بل كار نه لري. ته دې په وجدان سره پرېكړه وكړه چې د هلمند د مارجې لپاره ۱۵۰۰۰ سرتېري د كوم نورم او پوځي قانون له مخې سمه خبره وه، خو ټولو ته معلومېږي چې په مارجه كې نور څه نه وو، پرته له دې چې هلته د ملكي افغانانو ژوند په سور تبخي واړوي او ډېر يې له خپلې سيمې او كورونو څخه كډوالۍ ته اړ كړي.
تاسې ويل چې كرزي همدارنګه احسان فراموشي وكړه، كومه احسان فراموشي، موږ خو له بهرنيانو كومه نيكي نه ده ليدلې پرته له وينې تويولو څخه، پرته له بمبار او وژنو څخه، ستا زړه دى چې د افغانانو د وژنو له امله ترې مننه هم وكړي.
خو كه دا فكور صاحب وي او كه هم بل افغان دا ډېر زاړه او د ۲۰۰۲ كال نظرونه دي اوس د ۲۰۰۲ كال نظرونه بدل شوي اوس څوك بهرنيانو ته د مېلمه په سترګه نه شي كتلاى او نه هم دوى د سولې او نېكمرغۍ سرچينه بولي.
اوس ټول پوهېږي چې څوك څه كوي او څوك د څه لپاره كار كوي هغه پښتو متل دى وايي (پيشو د خداى لپاره موږك نه نيسي) نو تاسې هم په دې پوه شئ چې هغوى زموږ د مرستې لپاره هېڅ هم نه كوي پرته له تباهۍ څخه نو هيله ده چې زموږ څېړونكي خپل قضاوتونه د افغانانو په ګټه ترسره كړي نه د دوى په زيان، دا ډول نظرونه د افغانانو په زيان او تباهۍ تمامېږي. لوى څښتن دې وكړي چې نور ټول افغان ملت خپل دوست او دښمن وپېژني.