داسې کلی چې اوسیدونکي یې باید سبزي خوړونکي ووسي

دا ښکاره ده چی مونږ او تاسې به پخپل چاپیریال کی داسې خلک حتماً لیدلي وي چی د هغوي خوراک یواځی سبزي وي، مګر دا مو کله اوریدلي چی د سبزي خوړونکو دی ځانته کلی ووسي؟
 
د روسيې په سینټ پیټرز بورګ ښار کی د ویدا په نوم یو کلی جوړیږي چیرې اوسیدونکي یې باید سبزي خوړونکي ووسي.
 
ددې ښار جوړولو یواځینی هدف دادی تر څو د سبزۍ خوړونکو اشخاصو لپاره پاک، او سوتره چاپیریال رامنځته شي.
 
په دی کلي کی د استوګنې لپاره د جوړونکو له لوري دا شرایط وړاندی شوي چی دلته که کوم څوک استوګنه غوره کوي هغوي ددې سره سره چیې غوښه به نه خوري تر څنګ به یې سيګرټ، د شرابو له نشې کولو به ډډه کوي، که چاته دا شریط منظور وي د استوګنې اجازه لري او که یې نه مني په دی کلي کی ځای نه ورکول کیږي.
 
ددې کلي اداره کونکي مایاپوډلیسکایا د روسیې خبري اژانس ټاس ته ویلي چی ددې کلي جوړولو یو هدف دا هم دی چی ټول وکړي به یې سره ګډ فکر او ګډ خاصیتونه ولري.

په دی کلي کی به په لومړي ځل ۲۱۰ کورنیو ته د اوسیدو زمینه مساعده شي، چی د ژوند اړینې اسانتیا به لري لکه، روغتون، مکتب، د سودا کولو مارکیټ او په ځانګړي ډول د سبزي پخولو هوټلونه به په کی موجود وي.
 
دا به په روسیه کی د خپل ډول لومړنی، او په نړۍ کی دوهم داسی کلی وي چی ټول استوګن خلک به یې سبزي خوړونکي وي.
ځکه په ۲۰۱۲ م کال کی د هند په چنیئی ښار کی هم داسی یو کلی جوړ شوی وو چی ټول وکړي یې سبزي خوړونکي وو.