
سلام؛ ومې پوښت:
ــ څه درباندې تېر شول؟
سړي د بند خونې له اوسپنیزې دروازې لاس را تیر کړ. سر یې وښوراوه. زما هر کلی یې ووایه. وې ویل:
ــ سختې ـ سختې ورځې!
ــ او شپې!؟
هغه په ډډ غږ وویل:
ــ په بې خوبۍ او ژړاو...
ما د بند خونې چت ته وکتل. غوښتل مې له زنداني یو بل څه وپوښتم. د هغه پر خونه مې سترګې ورغړولې. له باندې نه مې هلته استفراق تر سترګو شو. سم له واره مې زړه خولې ته راغی. د بندي تر مخه مې هېڅ نشو کولی. ما بند خونې ته شا کړه. هغه را مخکې شو. پر اوږه یې لاس را کېښود. ورو مې لاړې تو کړې. ومې ویل:
ــ ناروغ یاست؟
بندي لاندې کتل. هغه باڼه راپورته کړل. په ورو یې وویل:
ــ په واسکټ مو لاړې...
پام مې شو. پر واسکټ مې لاس را تیر کړ. د هغه ځواب ته په تمه وم. بندي په خونه کې پر شا لاړ. په چپرکټ کېناست. وې ویل:
ــ پخوا مې سر درد درلود. اوس مې زړه هم بد ـ بد کېږي.
هغه نشو درېدلی. په کټ کې اوږد وغزید. زه ورته په ولاړه ولاړ وم. بندي سر راواړوه:
ــ کېنه؛ ستړی سوې!
ــ نه نه؛ شکر دی، زه ښه یم.
د هغه سپین زبېښلي مخ ته مې پام شو. ور ته ومې ویل:
ــ دلته مو ډوډۍ او خوراک څنګه دي؟
بندي وموسید:
ــ هی هی..
ــ ولې؟
هغه بالښت دیواله ته تکیه کړ. وښورېد. لاسونو یې سرخريلي سر لاندې کړل. په مسکه لهجه یې وویل:
ــ دلته ډوډۍ موډۍ نسته. یوازې ټکول دي ټکول.
ما خپل ټایپ ریکارډر بند کړ. خدای پاماني مې ځنې واخېسته. بندي په کټ کې را وښورید. ما ویل:
ــ حاجت نشته.
وې پوښتل:
ــ ولې مو خبرې واخيستې؟
ــ هغه ځکه چې راډيو کې خپرونه لرم.
بندي ښه کړه. نرۍ ـ نرۍ ګوتې یې را ته وښورولې. زه په همدې فکر کې د زندان له دروازې راووتم.
۱۳۹۶هـ ش، تلې ۳یمه
خوست، امیني پلازه
۹:۳۲د شپې