
(روهي ـ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۹مه) د جرمني په جنوبي ښار مونشن کې خلکو خبر ورکړی، چې دوی خوندي نه دي.
دغو خلکو وروسته له هغه د ځان د نه خوندیتوب خبر ورکړی، چې دغلته یوه کس څلور تنه په چاړه ټپیان کړي او دغه بریدګر د دوو نورو د ټپي کولو هڅه هم وکړه.
بل خوا په دغه ښار کې څو ساعته وروسته یو مشکوک کس پولیسو نیولی او څېړنه روانه ده.
د پولیسو په خبره، تر دې دمه بریدګر د برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.