مل پاسوال توريالی عبدياني

په تېره يوه اونۍ کې د هېواد په ګوټ - ګوټ کې، خو په ځانګړي ډول په سويل او سويل ختيځو ولايتونو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ نندريو او جګړو زور واخېست. په کندهار، غزني، وردګو او فراه ولايتونو کې طالبانو د ځينو ولسواليو د نېولو خبرونه خپاره کړل او همدارنګه طالبانو په تېره اونۍ کې، په پکتيا، کندهار او کابل کې خونړي بريدونه ترسره کړل.
دواړو خواو (افغان حکومت او وسلوالو مخالفينو) يې يو او بل ته د مرګ - ژوبلې، ماتې، ځاني او مالي زيان او له خپل لورې په جګړه کې د بريا خبرې کوي.
د تېرې اونۍ تر ټولو خونړي بريدونه، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو په کنډک بريد، او له هغې وړاندې په پکتيا کې ځنځيري ځانمرګي بريدونه وو، چې د ياد ولايت د امنيه قومندان مل پاسوال توريالی عبدياني هم په کې ووژل شو.
د پکتيا د وژل شوې امنيه قومندان مل پاسوال توريالي عبدياني ژوندليک:
زوګړه: توريالی عبدياني د ډاکټر محمد ولي خان عبدياني زوی، چې په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د لړم د مياشتې په نهمه نېټه د ننګرهار ولايت د بهسود ولسوالۍ په عبديان کلي کې، د ميرزا حاجي شېر احمد بهسودي په کور کې وزږېد.
د ښاغلي توريالي پلار د هېواد په تېرو حکومتونو کې بېلا بېلې دندې تر سره کړې وي، او د کابل د ښاروال په توګه يې هم دنده پرمخ وړې وه.
زده کړې: توريالي عبدياني خپلې لومړنۍ زده کړې، په بهسودو کې د خپلې سيمې په ښوونځۍ کې تر سره کړې او دلېسې دورې زده کړې یې د کابل په انصاري لېسه کې بشپړې کړې، نوموړي دې هغه ځانګړې مينه له امله چې له پوځي زده کړو سره يې درلوده، په حربي پوهنتون کې شامل او له ياد پوهنتون څخه يې د لېسناس سند تر لاسه کړ. نوموړي په پښتو او دري ژبو، روانې خبرې کولې، په روسيي او انګلېسې ژبو يې، د پوهونې او راپوهنې وړتيا درلوده.
لنډ مهاله زده کړې: نوموړی د لا غوره او مسلکي زده کړو لپاره هند، جرمني، پولنډ، اطرېش، سعودي عربستان، روسيې، ازبکستان او د امریکا متحده آیالاتو ته هم سفرونه کړي وو.

چې په ياده موده کې يې په روسیه کې د افسرانو عالي کورس، د امریکا متحده ایالاتو په واشنګټن کې، د فورټ لویس د قرارګاه او قومندانیت د مساعي کورس، په پولنډ کې يې د قرارګاه او قومندانیت د مساعي کورس، د ټولټاکنو د تدویر، د کمپیوټر او انګلیسي ژبې، د وسلې او تخنیک، د خریطې، توپوګرافۍ او د اوپراتیفي پلان جوړونې کورسونه ولوستل.
دندې: له حربي پوهنتون له فارغت ورسته به ۱۳۶۳ لمريز کال کې کونړ ولايت د افسر په توګه د جګړې لومړۍ کرښې ته واستول شو. مل پاسوال توريالي عبدياني د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د اوپراتیفي پلان جوړونې د ریاست مرستیال، د هرات (۶۰۶) انصار ساحوي زون سرپرست او مرستیال، دوه ځله د فراه ولایت امنیه قومندان، د هرات د (۶۰۶) انصار ساحوي زون قومندان، د فاریاب ولایت امنیه قومندان، د ارزګان ولایت امنیه قومندان او د پکتیا ولایت امنیه قومندان په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړي په حکومت دننه له پوځي دندو وراېخوا، په ټولنيز ژوند کې هم پوره فعال او د قوم سړی و. په قوم کې هم د باور وړ او د ولس غمخور پاتې شوی، چې له کبله يې په ننګرهار کې د سلېمانخېل قوم د مشر په توګه هم ویاړ ورپه برخه شوی او ترڅنګ يې په افتخاري ډول په ختيځ زون کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د مسوول په توګه او د ټاکنو په خپلواک کميسیون کې د کورنیو چارو وزارت د باصلاحیته استازي په توګه هم په دندو پاتې شوی و.
مل پاسوال توريالی عبدياني د روان، د ۱۳۹۶ لمريز کال د تلې د مياشتې په ۲۵ نېټه په پکتيا مرکز کرديز کې د طالبانو له خوا د یاد ولايت په امنيه قومندانۍ او د پوليسو په روزنيز مرکز باندې د بريدونو په پايله کې ووژل شو.
د نوموړي جنازه کابل ته راوړل شوه، چې د سردار محمد دواد خان په روغتون کې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره لوړپوړو دولتي چارواکو، د مل پاسوال توريالي عبدياني تابوت ته د درناوي مراسم وړاندې کړل. د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو اوږو د نوموړي جنازه پورته کړه.