
روهي (جمعه /۲۸ د تلې)، د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د جماعت الاحرا د ډلې مشر خالد خرسانی چې اصلي نوم يې عبدالولي و، او د يادې ډلې نهه نور کسان وژل شوېدي. دا جماعت الاحرا د ډلې وياند اسد منصور دغه خبره تائيد کړې ده.
جماعت الاحرا ډلې په پاکستان کې د يو څو چاودنو مسووليت منلي او په پاکستان کې يې د حکومت پر وړاندې جګړه کوله. دغه ډله په کال ۲۰۱۴ د پاکستاني طالبانو له جدا ، او ځان يې له داعش سره وتړو.
احسان الله احسان د جماعت الاحرا د ډلې وياند و، چې څه موده وړاندې يې ځان د پاکستان پوځ ته تسليم کړ او د يادې ډلې په اړه يې ځينې رازونه څزګند کړل.