د (والدي نړیوال بحث کونکی کلب) په ناسته کې د ولسمشر پوتين او حامد کرزی څرګندونې

روهي (جمعه/ ۲۸ د تلې)، (والدي نړیوال بحث کونکي کلب) په مسکو، روسيه کې د سلاورکونکي کميسيون يا د فکر کوټې (Think Tank) نوم دی، چې په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې په مسکو کې منځ ته راغی. ياده ناسته هر کال يو ځل تر سره کيږي، چې د څلورو ورځو لپاره دوام کوي او سږ کال يې څلورلسمه کليزه ده. سږنۍ راټولېدنه (نړۍ د راتلونکي) په نوم نومول شوې ده.
په ياده راټولېدنه کې د نړۍ له دېرشو هېوادونو څخه ۱۳۰ سياسيونو برخه اخېستي، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی يې هم ګډونوال او ويناوال دی.
د (والدي نړیوال بحث کونکي کلب) کې د نړۍ په سیاست خبرې کيږي تر څو نندريو ته په سوليز ډول حل پيدا کړي. له سياسي نندريو پرته په یاده ناسته کې په نړيوالو اقتصادي او ټولنيزو پرمختکونو هم بحث کيږي.
د راټولېدنې په ورستۍ ورځ د روسې ولسمشر والدمېر پوتين وويل، "مونږ دلته په دې موخه نه يو راټول شوې چې يو اوبل ته د پېښو په اړه شکايت وکړو، بلکې مونږ راغونډ شوې يو تر څو پدې وغږيږو چې ستونزې وپيژنو، ستونزې مالومې کړو، او په دې خبرې وکړو چې ستونزې له کومه راغلي او مونږ يې څنګه حل پيدا کولی شو."
ولسمشر پوتين د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکو ته په اشارې وويل، "مسکو تيار دی تر څو له واشنګټن سره په همغږي کې کار وکړي، خو په هغه صورت کې چې واشنګټن لېوالتيا وښايي او له مسکو سره د ګډ کار هيله ولري.
ولسمشر پوتين په خپلو خبر کې له امريکا پرته لوديځو هېوادونو ته هم کوتڅنډنه وکړه نوموړي زياته کړه، "د روسيې ستره تېروتنه دا وه چې په لوديځو هېوادونو يې ډېر باور وکړ او په مقابل کې لوديځو هېوادونو د روسيې توهين وکړ او باور يې مات کړ. خو نور به روسيه له تېرو پنځلسو کالو درس واخلي او د لودېځې نړۍ په اړه به خپله بهرنۍ سټراټېژي بدله کړي."
په سوريه کې د روانې جګړې په اړه ولسمشر پوتين وويل، په نېږدې راتلونکي کې به په سوريه کې د ترورېستانو ځالې له منځه لاړې شي، سوريه به له ترورېستانو نور په امن شي او د ولسي کګنرې جوړېدل به، په سوريه کې سیاسي ثبات ته لاره هواره کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی هم د (والدي نړیوال بحث کونکي کلب) ويناوال وو. کرزی په مسکو کې هم د افغانستان لپاره د امريکا له نوې ستراټېژۍ سره مخالف وښود. کرزي وويل، " زه له امريکا غواړم چې په افغانستان کې خپله ماتې مونږ ته هم ووايي، مونږ په به هم وړاندې حرکت وکړو. روسيه، چين، انډيا، پاکستان او ايران به هم پوهه شي. په افغانستان کې ستاسو د ماتې ټولې نښې شتون لري خو تاسو مونږ ته نه وايي، نه بيا تاسو له مونږ سره سياسي لوبه کوي، خو مونږ نه غواړو چې په افغانستان د سخت دريځۍ لوبه وکړو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بيا له امريکا ِغوښتنه وکړه چې، له افغانانو سره دې نوې اړيکې منځ ته راوړي، هغه اړېکې چې په رښتيا سره مثبت بدلون لرونکي وي.
حامد کرزي په امريکا غږ وکړ چې په سيمه کې دې، له سيمه ييزو قدرتونو لکه روسيه، انډيا او چين سره په همکارۍ او همغږۍ کې کار وکړي.