نیکې هېلې ویلي، ملګرو ملتونه دې د ایران په اړه خپل دریځ بدل کړي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۷مه) ویل شوي، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې نیکې هیلې پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د ایران په اړه خپل دریځ بدل کړي.
هغې په داسې یوه وخت کې خبرې کړې، چې غواړي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي دریځ لپاره ملاتړ جذب کړي.
اغلې نیکې هیلې دا خبرې په هغه بحث کې کړي چې د اسرائیل او فلسطین په اړه خبرو لپاره جوړ شوی وو.
بل خوا د امریکا کانګرس د ایران پریکړې په اړه ۶۰ ورځې وخت لري.