د بلبلې نمبر

د لارې په څنډه کې د پټي پر دېوالګي ناستو دوو ژڼکیو په شنه ګهیځ سېګرټ لړه کول.
یؤه له سېګرټه اوږد کش وکړ، شنه لړه یې له خولې پوفف کړه، بیا یې یؤ ناڅاپه وویل: اوهو!ٔ هغه وګوره، سخته بلبله راروانه ده!
دویم مخ ورتاو کړ ویې ویل: هو والله چې دا خو سخت مال دی.
په تور رنګه برقه کې راروانې دنګې جینۍ سر ټیټ نیولی ؤ او ګړندي ګامونه یې اخېستل کله چې ناستو ژڼکیو ته رانږدې شوه، نو دوئ سرونه ټیټ کړل، لومړني دویم ته په ټيټ غږ وویل: پوندې یې ګوره سختې تکې سپني دي اخخخ!
دویم هم غلي وویل: هو قسم ده سختې پستې او ورېښمینې پښې لري، زړه ژوبلوي!
جینۍ یې له مخې تېره شوه، دواړه اورمیږونه ورپسې کاږه کړل او د جینۍ پښې یې کتلې، یؤ څو قدمه وړاندې چې لاړه نو ودریده او مخ یې په برقه کې راتاو کړ، د سر په خوزیدو یې د داوړو ژڼکیو په لوري اشاره وکړه، دواړو یو بل ته حیران وکتل. لومړني په بیړه په وارخطا غږ غلي وویل: ته ورشه زما خو وجود لړزې ونیو قسم که شور هم خوړلی شم!
دویم په لړزې نیولیو اندامونو ورپورته شو، یؤ خوا بل خوا یې وکتل، د جینۍ په لوري ور روان شو، تر څټ ورپسې لومړني غلی غږ وکړ: د پون شمېره ترې واخله! درنه هېره نه شي ګوره!
اوففف! سخته باډي ده، مړ یې کړم!
دویم کس په برقه کې ولاړې جینۍ ته مخامخ ودرید له یؤ څه خبرو وروسته جینۍ د دوو کوتو په اندازه سپین کاغذ ورکړ او روانه شوه.
ژڼکی په ماتو قدمونو او ټیټ سر د ملګري په لور راروان شو، کله چې ملګري ته راورسید نو ملګري یې زر جېب ته لاس کړ موبایل یې راواخېست په بیړه یې وویل: اخخخ! لکه چې بلبلې نمبر درکړ، زر یې راکوه چې زه یې هم ولیکم!
دویم یؤ ناڅاپه لاس پورته کړ، یو شړک پورته شو، موبایل په ځمکه ولګید، بیټري په یؤه لاړه، سیمکارت په بله او تنه ېې په بله...
لومړني کس خپل مخ په لاس ونیو سور سور وخټید په حیرانۍ یې دویم ته وویل: ولې دې ووهلم؟
دویم په تونده وویل:
وه پلیته انسانه! دغه کاغذ کې کتابونه لیکل شوي دي، نمبر نه دی!
د اباسین مور، هغه ښوونکي چې ده! هغې په خپل کور کې د کلي نجونو لپاره یو د بې سوادۍ کورس جوړ دی ښځو ته وړیا درس وایي، هغې پرون ورته ویلي چې قلمونه، کتابچې او کتابونه باید خپله واخلئ، دا کاغذ یې چې راکړ هغه زما خور وه!!!
ښوونکي ورته کتابونه او نوریشان په کې لیکلي چې باید نن یې ورته راوړم.
دا شکر چې ته بې شرفه نه یې ورغلی ګني اوس به مې اورمیږ درباندې مات ؤ!
لومړني کس مخ ومښلو، او بیا ځمکې ته ټيټ شو د خپل موبایل، پرتې په خاورو ککړې ټوټې یې یؤه یؤه راټوله کړه، ورپوف یې وهل، خړ ګرد ترې پورته شو او په خپل ځای چوپ چاپ کېناست.
دویم سېګرټ ته خلی ورکړ، شنه لړه یې له خولې پوففف کړه، کاغذ ته یې وکتل او بیا په زیږه ټنډه، سر ټیټی روان شو.