دكلتور وزارت د رهين ايراني توب او د خرم ملي توب ، تحليل او ډنډورې

ښاغلي اسدالله جلال صيب ته !
تحليل چې په انګريزي ژبه كې ورته ( Analysis) وايې مطلوبې پايلې يا ځواب ته د رسيدو په خاطرد يوې پيښې يا پديدې د بيلا بيلو اړخونو په اړه دقيقې څيړنې او ارزونې ته تحليل وايي.
تحليل په ټولو مسايلو كې يو علمي څيړنيز چلند دى ، چې د هغه په وسيله انسان د حقيقت تل ته ورننه باسي .
ډنډورې، برعكس په دوديزه توګه د تحليل پرخلاف عمل دى ،پرته له دې چې تحليل او څيړنه وشي په اسانۍ سره ځان د خلكو افكارو او ذهنيتونو ته رسوي ، كه چيرې د كلي يو بزګر په كيل كولو اخته وى او يو څوك ترې د يوې پيښې او حقيقت په اړه پوښتنه وكړى او نوموړي بزګر پرې خبر نه وي نو دوديزه خبره ده چې ځواب به يې همدا وي ( هسې سر پرې مه خوږوه دخلكو ډنډورې دي .
( له پښتني کلتور سره د دښمنۍ په برخه کې اطلاعاتو او کلتور وزارت د رهين پر لاره روان دی )
پورتنى سرليك دښاغلي اسدالله جلال هغه ليكنه ده چې د اطلاعاتو كلتور اوسني وزير خرم يې ګرم بللى چې د ايران د وفاداره شاګرد رهين په لاره روان دى .
زه نه غواړم چې ځان د كلتور د وزارت وكيل مدافع جوړ كړم او نه ورته كومه رسمي او شخصي اړتيا لرم ،خو هغه څه چې حقيقت لري هغه لكه د لمرپه شانتې روښانه ده هغه د متعصب رهين وزارت د اوسني وزير خرم له وزارت سره سترګې نه پټوونكي توپيرونه لري او نه بايد پر دې سترګې پټې شي .
دابه ومنو چې د كلتور وزارت د څو كتابونو دچاپ په برخه كې نا انډولتيا نه كار اخستى ، خو دا ددې معني نه لري چې ګوندې خرم او د كلتور اوسنى وزارت دې د متعصب رهين په لار روان وي .
دابه له تحليل او شعوره پرته خبره وي چې خرم د رهين په لاره روان دى ، په پښتو ويب پاڼو كې د رهين د وزارت په اړه مقاله كټ مټ ولولئ
( رهين د قضاوت په تله كې )
دهغه کتاب نوم دی ، چې ټولټال ۵۵۱ مخونه لري . چې په بېلابېلوخپرونوکې چاپ شويو ليکنو يې راټولې کړې دي . کتاب په پښتو او درې ليکل شوی دی
خپرندوۍ يې افغان ولسپال ځوانان دي چې دماخذتونو په برخه کې يې ۸۴ سرچينې په ګوته شوي دي . د رهين د وزارت په اړه ليكل شوې
موږ غواړو چې د اطلاعاتو او کلتور وزير مو په رښتينې بڼه د ملي کلتور د پياوړتيا لپاره کار وکړي، زموږ وزير خاين، دروغجن، غل، بې کفايته او متعصب نه وي. زموږ وزير هرڅه تر ايران قربان نه کړي، زموږ وزير بايد د افغانستان له مطبوعاتو او ملي راډيو- ټلويزيون څخه د ايران او ځان په ګټه کار وانخلي.
زموږ د دې وزير په څېره کې دومره پټې کينې پرتې دي، چې که په خوله يو څه وايي، په زړه کې نورې نقشې لري، چې د هېواد ارزښتونه ليلام کړي.
افتاب په کابل کې خپرېدونکې خپرونه وه، چې چلوونکى يې ايرانى و، کله چې دې خپرونې د اسلام پرضد يوه ليکنه خپره کړه، نو زيات افغانان يې راوپارول، سترې محکمې غوښتل چې د دې خپرونې چلوونکى ونيسي او د محکمې مېز ته يې راوکاږي، خو د مخدوم رهين په شخصي هڅو نوموړى کس بهر ته واړول شو. هېچا هم دا پوښتنه ونه کړه، چې ولې؟؟.
کله چې په محمد ګل مومند بابا، احمدشاه بابا او نورو ملي مشرانو پسې ځينې خپرونې کنځاوې ليکي، هېڅ خبره نه ده، په خپله وزير رډې سترګې نيولې وي او هېڅ هم نه ورته وايي.
ملي ارزښتونه له ستر ګواښ سره مخ دي، په دې منځ کې ملي ټرمينالوژي، چې زموږ د ملي کلتور او ملي هويت يوه ستره برخه جوړوي، له نابودۍ سره مخ ده. په دې کار کې په خپله د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي ستر رول لوبوي چې غواړي دا نومونې له منځه يوسي او ايرانۍ نومونې يې پر ځاى دودوي، چې دا دى اوس په کابل راډيو، د افغانستان په نامه ټلويزيون او نورو چاپي خپرونو کې خپرېږي.
د هرې ورځې په تېرېدو سره دوزارتونو او رياستونو نومونه اړول کېږي، چې څوک هېڅ هم نه وايي، له ايران څخه ايراني کتابونه، سافټوېرونه او نور مواد په کانيتنرونو راروان دي، چې کتابونه يې د افغانستان په عامه کتابتونونو کې ځاى پرځاى کېږي، دغه راز نور توکي يې په نورو ادارو کې او د کلتور وزارت يې ډېر ښه هرکلى کوي. ايراني فلمونو، سريالونو اوسندرو ته خو بېخي کابل ټلويزيون او نورې راډيو ګانې په ګرو نيول شوي.
اسدالله جلال صاحب تاسې مهربانې وكړي د كلتور وزارت پخوانۍ او اوسنۍ بڼه پرتله كړى بيا خو حق لرى چې په زرهاوو ليكنې او مقالې وليكى، زه غواړم په خپل ليكنه كې د د كلتور د وزارت په اړه په پښتوويب پاڼو كې دخپاره شوو مقالو ځنوبرخو ته هم اشاره وكړم كوم چې پرحقيقت ولاړه پريكړه او استدلال پكې شوى .
( په پښتو کښي يو متل دې وايي ( غلبيل کوزې ته ويل سوری ) نو اوس هم رهين مخدوم او د هغه وزارت د ايراني بادارانو په خدمت او د هغود کلتور او ټرمينالوژي په رواجولو کې تيرکړ. کله چي سبا اونيزه د افغانستان ستر ملي قايد او زموږ لوی وياړ عليحضرت احمد شا بابا ښکنځي نو همدا بې کفايته وزارت ورته خړي سترګي نيولي وي خو کله چې د هيواد يو هنرمند د افغاستان په راډيو تلويزون کې د اصفهانونو د فتح کارنامه بيانوي نو رهين امر کوي چي دا بيت دي سانسور شي . نو تاسي خپله فکر وکړی )
راځم خپلې خبرې ته هغه داچې اوس مهالې د اطلاعاتو كلتور په وزارت كې چې كوم د پام وړ اصلاحات ،او بدلونونه راغلي په حقيقت كې د نوې وزير برياوي دى .
څه موده وړاندې د ستمي ډلو ټپلو لخوا په مطبوعاتو كې شور ماشور جوړ شو چې خرم د اطلاعاتو كلتور د وزارت پخوانى لوحه چې په دري ژبه ليكل شوى وه اوس يې په پښتو كړه .
تاسې قضاوت وكړى چې خرم ملي ترمينالوژى او اساسي قانون ته درناوى وكړ او كه د متعصب رهين په لار روان دى ، د افغانستان راډيو ټلويزيون چې د ايراني مطبوعاتو ستر مركز او د متعصبينو تر واك لاندې وه نن سبا پكې ستر بدلونونه راغلي .
زه وايم دا به د يوې پاڼې مقالې د ليكلو نه غوره وايې چې ښاغلي اسدالله جلال د كلتور وزارت وزير خرم ته د يو ليك په ترڅ كې سپارښتنه كړاي واي نه داچې دغه خبره يې په مطبوعاتو كې وويستله ، ددې كار ښايې تر ګټې زيانونه ډيروي ، ځكه د هېواد ملي متعصبين د كلتور وزارت په وړاندې ويښيږي ، همداسې چې مونږ د رهين په اړه فكر درلوده همداسې اوس مهال ايراني متعصيبن د خرم په اړه لري ښايې پښتون خرم هيڅكه هم د ايراني فرهنګ پلوي ونكړي او نه هم داسې يوه طمه ترې كيداې شي ،دا به داسې معنا ولري چې پر دښمن د بريد لپاره د هغه پر كور يرغل وړي خو هغه ته وايې ( زما په لاس كې توره ده زه در روان يم تكړه شه او ټوپك پيدا كړه ، دا نو پر دښمن بريد دى او كه ...؟؟ .
زه خپله ليكنه د ( نوى روح ) په كتاب كې دارواښاد استاد بينوا صيب په وينا پاي ته رسوم كوم چې انقلابى شاعر سليمان لايق ته يې ديو ليك په ترڅ كې ورليږلي وه .
پرما ګران لايق صاحب !
زما د زړه مينه او صميميت ومنه
زه هم ښه يم _ خو نه چندان ، د وطن خبرونه چه اورم زړه مې خوږيږي _ بې له دې چه ووايم : يا موږ د ديموكراسۍ وړ نه يو _ او يا داچه د ديموكراسۍ په چل نه پوهيږو، يا د پوهولو چل مونه زده ، اويا د پوهيدلو حوصله نه لرو _ هرڅه ته د شخصي احساس تر اغيز لاندې ګورو او د شخصي غرض د پاره هڅه كوو ، مقصداو هدف معلوم نه _ خو د يو او بل ګريوانونه شلوو....