ترڅو به د امريكايانو وحشيانه اعمال،تيروتنه وي

هره ورځ د امريكايانواو د هغوۍ ملگرو د وحشيانه اعمالو په پايله كې په لس گونه بې گناه،نا خبره او مظلوم افغانان شهيدان كيږي، كورونه يې بمباري كيږي،وهل، ټكول كيږي، په يو او په بل نوم نيول كيږي، بنديان كيږي،ننگ ناموس ته يې په سپكه كتل كيږي او داسې نور په سل هاوو مثالونه.
ايا دا د تروريزم سره جګړه ده كه د افغان مظلوم ولس سره ؟
تر څو به امريكايان دغسې وحشيانه اعمال ترسره كوي ؟
پايله به يې څه وي ،دا جگړه به پاى ته ورسيږي ؟
تر څو به افغانان د زغم نه كار اخلى، او امريكايان به وايې تيروتنه ده ؟
له هغې ورځې وروسته چې دغه خوار او مظلوم ولس د نړۍ د زبرځواكونو دمنافعواو دهغوۍ دوحشيانه پاليسۍ له لاسه اور ورته شوى او تل پر دې مظلوم ملت راز راز ناودودې ، ظلمونه او نور نور ستونزې تيرې شوې ، خو بيا يې پايله هر چاته معلومه شوې ده، له چنكيزيانو نه نيولې تر انگليسانو، روسانو او په خپل وار دادى د امريكايانو لخوا همداسې اعمال ترسره شوي.
هغه ورځ دې وركه وي چې په قندهار، هلمند،اٌروزګان ،پكتيا،خوست ، كونړ غزني ، اودا دى په ننګرهار كې هم د تل په شانتې بې گناه افغانان دامريكااو د هغوۍ د ملګرو له خوا د تروريزم په نوم ددې قصې او سناريو قربانيان كيږي نه .
دتل په څير هره ورځ به مې همدا خبره اوريده چې ،په هلمند كې سل كسه،په قندهار كې پنځوس كسه ، په پكتيا ديرش كسه ، او په داسې نورو لاياتونو كې بې گناه افغانان د امريكايانواو د هغوۍ د ملگرو د وحشيانه بمباريو په پايله كې شهيدان شوي ، خو امريكايانو بيا د تل په څير ويلي تروريزم سره جگړه به روانه وي داسې تيروتنې كله كله كيږي ،خو بيا ليدل شوي چې تل مرګ ژوبله بې گناه افغانانو ته اوختې ، ددې لپاره چې د نورو افغانانو غوسه ونه پاريږي زمونږ ولس مشر كرزي ديو غولونكي سياست له مخې د پيښې لپاره كميسيونونه ټاكلي ، خداى خبر چې ددې كميسيونونو شمير به څومره ته رسيدلې وي ،او دكومې پيښې امريكايي او يا بل بهرني قاتلين محكمه شوي وي او كه نه ، خو افسوس چې هيڅ هم نه د كرزي له وسه پوره دي او نه هم زمونږ .
پښتو متل دى وايې ،
له شرمه حال ويلى نشم = د سوال ياري ده اوس به كډه وډه شينه
ښايې په دې پيښو كې د تروريزم او زمونږ د كاونډي هېوادونو لاس لرل هم شونتيا ولري، او كله كله بيا خپله د امريكايانو لخوا دغسې پيښې او توطيې جوړيږي ترڅو په دغه هېواد كې خپل راتلونكي پلانونه او سياسي پانګه اچونې بشپړه كړي .
زما په اند په دې توگه دطالبانو او تروريزم د منځه وړل نه كيږي چې له يوې مخې پر كليو او كورونو بمبارى وشي ،د تروريزم سره جگړه داسې هم كيداى شي چې په كاونډيو هېوادونو كې دهغوۍ روزن ځايونه او هغه خلګ چې دوۍ ته روزنه وركوي هغه د منځه يوړل شي.
امريكايانو په نړۍ كې دخپلو كټو لپاره تل درواغ ويلي او خپل تروريستي سياست ته يې حقيقى بڼه وركړې ، ښه مثال يې عراق ده ، هغه عراق چې خلكو يې ورځ په ورځ د تمدن او سوكالۍ په لوري خپل مزلونه لنډول ، خو د امريكا د غلطې پاليسى له مخې ،پرونى ارامه ،سوكاله ، ښكلي عراق نن د كڼوالو،هديرو او دمرگ ژوبلې ډګرگرځيدلى دى .
هغه بمونه او اتومې وسلې څه شوې چې امريكايانو ويل عراق اتومې وسلې لري ، هر څه روښانه شوه ، دنفتوليونيان ،داجگړه دزرگونو عراقي وگړو د سرونو او وينو په تويولو پيل كړه ، پايله يې انساني ناروين رامنځ ته كړ ، هره ورځ په سل گونه عراقي مظلوم ولس د افغان ولس په څيرد امريكايي گټو ( دتيلو او نورو گټو ) لپاره خپل ژوند د لاسه وركوي.
تيره ورځ مې په خپله سيمه ( ننگرهار ) كې د امريكايې پوځيانو، له خوا پر بې گناه افغانانو دبريد او وژنې خبر واوريد ،سخت غمجن او خواشينى شوم،او وروسته مې په انټرنټ كې دهغه مظلومو هېوادوالو تصويرونه وليده چې په وينو كې لت پت پراته وه په ليدو يې كه هر څومره د كلكې هوسيلې خاوند هم وي نو خداى شته چې ژړا به يې ورته راشي ، همداسې وشول خو څه مې كړي وايى داچې افغان يم .
پروت په وينو كې لت پت په پت كې ښه يم = نه دسرو زرو په تخت كې يم بې پته
اسراييلي پوځيان د خپل يوه سرتيري د بندى كيدو پر سر له يو عربې هېواد لبنان سره جگړه پيلوي ،او ديو اسراييلي پر وژنې سل ، پنځوس فلسطنيان شهيدانوي ،ديوه برتانوي سرتيري پر وژنې په هغه هېواد كې لاريونونه كيږي، ديو امريكايي سرتيري پروژنې زمونږ په هېواد كې څلۍ جوړيږي (هغه مهال چې په قلعه جنگې كې په سل هاوو طالبان په ډير بې رحمانه توگه مړه شول ، ديو امريكايې جاسوس پر قتل بيا امريكايې واكمنانو دهغه په نوم څلۍ ودان كړه ) نو اخر د افغان وينه ولې دومره بې ارزښته شوه ، اخر دا نادودې به تر كومه پورې دوام ولري .
څه موده وړاندې مې په انټرنټي خبرونو كې ولوسته چې په افغانستان كې درې ډوله طالبان رامنځ ته شوي .
۱ = پاكستاني طالبان چې د پاكستان د استخباراتو دناپاكو هېلو او غوښتنو په موخه په افغانستان كې د گډوډى او د نورو كارونو لپاره راليږول كيږي .
۲ = يوه ډله هغه كسان دي چې خپله امريكايانو دخپل مافيايې سيسټم په پلان رامخې ته كړي، ترڅو پر امريكايانو د سوله ايزو بريدونو په كولو په دغه هېواد كې د هغوۍ شتون ته زمينه برابره كړي .
۳ = دريم ډول افغانى طالبان دي چې ددوۍ په وينا د يرغلګرو په مقابل كې جنگيږي ، او ځانونه افغانان بولي او وايې تر څو چې امريكايان په افغانستان كې وي دوۍ به جهاد كوي ، او ښكاره خبره ده چې دا دريم ډول طالبان په ډيرو ولاياتو كې ځواكمنتيا او قوت هم لري .
اوس مونږ نه پوهيږو چې په رښتيا هم امريكا دكومې ډلې سره جګړه كې ځان په حقه بولي ،او داچې هره ورځ په لس گونه كسان مړه كيږي دا څوك دي، طالبان ،عام او بې گناه خلګ ، او كه تروريستان .
زه نور څه نه وايم ځكه دمسافرى په ژوند كې دځان ساتل هم يو غم دى ،او بيا دداسې غمونو اوريدل او له دې ډول بدو پيښو نه خبريدل د سړى په ذهنيت بد اثرات ، كركه نفرت او راز راز نورې خبرې غورځوي ، صرف زه ددې سيمې ديواوسيدونكي په توگه دخپلو هېوادوالو بې رحمانه وژنه په كلكه غندم.
لكه د تير په شانتې د قاتلينو بښل له دې ملت سره تاريخى خيانت اوجفا بولم،او په اخر كې دولس مشر كرزي نه داهېله لرم چې دداسې پيښو عاملين دې كه دهېواد په هر گوډ كې داسې وحشيانه اعمال ترسره كړي هغوۍ دې بايددهر شيهد شوي افغان په بدل كې په دار وځړول شي ، كه داسې ونه شي نوزمونږ سپيڅلۍ تاريخ به دهر شهيد پرمزار د وياړ څلۍ ودروي .
دټول هېواد پاكو بې گناه شهيدانو ته چې د تروريزم په نوم د امريكايې پديدې،اوډرامې په پايله كې يې خپل سرونه خوړلي،د دوعا لپه پورته كوم او ددوې د پاكو وينو له بركته ددې نادودو د پاى غوښتنه كوم، او ددوې د وينو د نه پوښتنو په پايله كې ځان پوره وړى ګڼم،او هغوهېوادونو او كاونډيانو ته چې پر مونږ د سولى ارامى او هوساينې پرځاى ،د بمونو ،مرمىو او نورو ستونزو پيرزينه كوي،دا پښتو شعرور ډالۍ كوم .
ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه = چې همدا غشي به ستا په لورګوزارشي.