
روهي (درې نۍ/۲۵ د تلې)، په ملګرو ملتونو کې د شمالي کوريا مرستيال سفير کيم اِن روينګ خبرداری ورکړی، چې د امريکا متحده ايالاتو او شمالي کوريا ترمنځ د اټومي جګړې پېښېدل هر وخت شوني دي.
نوموړي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د بې وسلې کولو کمېټې ته وويل، " شمالي کوريا یوازينی هېواد دی چې، له ۱۹۷۰ کال راهيسې د امريکا متحده ايالاتو د مستقيمو اټومي ګواښونو سره مخ دی. شمالي کوريا حق لري چې د خپل ځان د فاع په خاطر اټومي وسلې جوړې او ولري."
د نوموړي په وينا، "روان کال، شمالي کوريا خپل اټومي پرګرام مکمل کړ، او شمالي کوريا په نړۍ کې اوس يو اټومي ځواک دی. مونږ د اټومي توغنديو د لېږد وړتيا لرو او هم دا ډول اوس د اټومي بم څښتن يو. مونږ اوس نړۍ وېشتونکي بالسټيک توغندي لرو"
هغې امريکا متحده ايالاتو ته خبرداری ورکړ، "د امريکا متحده ايالاتو ټولې مهمې ځمکې زمونږ تر بريد لاندې راتلی شي. که امريکا زمونږ پر پاکه خاوره د يو انچ يرغل هڅه هم وکړي، نو زمونږ له لورې به، که د نړۍ په هره برخه کې وي له سخت غبرګون سره مخ شي."
بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلر سن ویلي، " ډېپلوماټيکې هڅې کوو، تر څو د شمالي کوريا سره ستونزه په خبرو اترو حل کړو. مونږ دغه هڅې د لومړي اټومي بم تر غورځولو جاري ساتو."
د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون او د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ، د شمالي کوريا د اټومې پروګرام په سر، تېره اونۍ په ټوېټر او نورو رسنيو کې یو او بل سره لفظي نندرۍ او ګواښونه کول.