ایران او روسیه د اټمي تړون پر سر خبرې کوي

(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۵مه) ویل شوي، چې د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزارتونه به په نېږدې ورځو کې د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف ویلي، چې چې ایرانی سیال یې عباس عراقچي د اټمي تړون د خبرو لپاره مسکو ته ځي.
دا خبر په داسې حال کړې ورکړل شوی، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران په اړه خپله سټراټیژي واوروله.
د ټرمپ په ستراتيژۍ کې راغلي و، چې له ایران سره د اتمي تړون موضوع دې کانګرس حل کړي