د ډونالد ټرمپ د حکومت په اړه نوې سروې، له نيمي ډېر امريکايان نا خوښ دي

روهي (درې نۍ/۲۵ د تلې)، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په اړه په امريکا کې د سي اِن اِن تلويزون له خوا په تر سره شوې سروې يا ټول پوښتنه کې راغلي چې، په سلو ۳۷ امريکايان د ولسمشر ټرمپ د حکومت له کړنلارو راضي او په سلو کې ۵۷ نور نا خوښ دي.
په سلو کې ۳۷ امريکايان باور لري، هغه پالېسۍ چې ولسمشر ټرمپ يې وړاندې او عملي کوي، د امريکا متحده ايالاتو هېواد به د يو ښه لورې او ښې راتلونکي په لور بوځي.
خو له ۵۷ - ۵۶ پورې په سلو کې امريکايان د ولسمشر ټرمپ پالېسۍ او د ولسمشرېزې دورې له کړنو څخه نا راضي دي. د دوی په اند په دې ډول ادارې سره به امريکا د زياتو ستنوزو سره مخ شي.
د ټرمپ اړېکې له کنګرس سره:
۳۲ سلنه امريکايان د ولسمشر د هغه تګلارو ملاتړ کوې چې نومړی يې له جمهوريت غوښتونکو سره په کانګرس کې وړاندې وړي، خو ۵۴ نور بيا په کانګرس د جمهوريت غوښتونکو سره د ولسمشر د شته اړيکو څخه نا راضه دي.