د الوتکې د تشناب دروازې نه موجودیت مسافر زورولي.

د اسلام اباد څخه دوبۍ ته تلونکي PIA الوتکې د تشناب دروازی نه موجودیت مسافر زورولي.
په پاکستان کې د ۹۲ تلویزیوني شبکې په حواله د (پي آی ای)هوایي چلند ادارې یوې الوتکې ( PK233 ) په نوم پرواز چې د دوشنبې په ورځ یې له اسلام اباد څخه دوبۍ ته سفر درلود.
په الوتکه کی د تشناب د دروازې د نه موجودیت له امله سپاره مسافر په تکلیف کړي وو.
له اسلام اباد څخه دوبۍ ته شاوخوا له دری نیمو تر څلورو ساعتونو هوایي مزل دی.
په دې الوتکه کې ددې سره سره چی خلک تشناب ته تللی نه شول، په الوتکه کی د زیات بد بوي له امله مسافرو شکایت درلود.
د دې الوت په جریان کی یواځې مسافرو د صبر، حوصلی او بد بوي د زغملو لاره درلوده.
دا په داسی حال کی ده چی پخوا ددې شرکت یوې الوتکې سقوط کړی وو چی پکې شاوخوا ۴۵ مسافرینو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
خو دغسې پیښه تر ډیره په خپل ډول کی لومړنۍ ښکاري چی په یوه الوتکه کی دی د تشناب دروازه نه وي او بد بوي دی په الوتکه کی خپور وي.