امریکا او جنوبي کوریا ګډې سمندري هڅې پیل کړې

(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۴مه) ویل شوي دي، چې متحده ایالاتو او جنوبي کوریا نن دوشنبه ورځ ګډ سمندري تمرینات او هڅې پیل کړې.
د دوی دا ګډ تمرینات د کوریا د ټاپو وزمې سواحلو ته نېږدې کېږي.
چارواکو ویلي، چې په دې تمریناتو کې به جټ الوتکې، پوځي هیلیکوپټر او ۴۰ د USS رونالډریګن په نوم الوتکې وړونکې کيښتۍ برخه ولري.
بل خوا د امریکا د سمندري ځواکونو مسوول چارواکو ویلی چې دغه تمرینات به ۵ ورځې په بر کې ونیسي.