
له کابله په پښتو ژبه خپرېدونکې د لوبو او سپورټس مجلې " لوبه " اوومه ګڼه له چاپ راووته او مینه وال یې کولای شي چې دا مجله اوس ترلاسه کړي، لوبه د زراب شاه زهیر په مشرۍ د رحیم ګل څاروان په مسؤل مدیریت چلیږي، په اوومه ګڼه کې چې په خورا ښه صحافت او ډیزاین جوړه شوې تر ډېره د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې پر بریاوو لیکنې او راپورونه لوستلای شئ، دا ډول د المپیک د سیف ګیمز سیالۍ هم پکې رانغاړلې شوي.
لوبه د هیواد له ګڼو کتاب پلورنځیو ترلاسه کېدای شي.
که غواړئ د سپورټس ليکنې مو په لوبه کې خپرې شي نو په بریښنالیک یې راولېږئ، که ماليي مرستې ورسره کوئ او اعلانونه یې له لارې خپروئ نو همدا برېښناليک مه هیروی.
loba123@gmail.com