
(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې ۲۴مه) ویل شوي، چې په پاکستان کې دوه خبریالان چې پښتونخوا او قبایلي سیمو کې یې له بهرنیو رسنیو سره دندې درلودې نادرکه شوي دي.
یو شهنواز ترکزی دی، چې د مشال راډیو سره کار کوي؛ دی د پښتونخوا په شبقدر کې څار ګرو ادارو نیولی.
دوهم خبریال اسلام ګل اپریدی نومیږی، وایي چې ده له اسټرالیايي راډیو سره کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ پاکستان کې د یوه ځايي تلوېزیون خبریال هم له کور بهر وژل شوی و.