موګادیشو، سومالیا: د ۲۷۶ ملکي کسان وژل شوې او کابو ۳۰۰ نور ټپيان دي

روهي (دوه نۍ/۲۴ د تلې)، د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې د تېرې نۍ ورځې د موټر بم په دوو چاودنو کې، نېږدې ۲۷۶ کسان وژل شوې او ۳۰۰ نور ټپيان دي. د مرګ او ژوبلې دغه شمېره، نن ورځ د سوماليا د اطلاعاتو وزارت له رسنيو سره شريکه کړي ده.
د سوماليا د ولسمشرۍ د فتر تېره ورځ په يوې خبر پاڼه کې ويلي، "د يادو پېښو په اړه په هېواد کې درې ورځې ماتم او وير اعلان دی. د سوماليا بيرغ به، قربانيانو ته درناوي په بنسټ نيمه ځوړند وي."
د راپورنو پر بنسټ په لومړۍ چاودنه کې سيمې ته نېږدې ودانۍ ويجاړې شوې او موټرونه وسوځېدل. همدارنګه په سوماليا کې د قطر هېواد د سفارت ودانۍ هم زيان موندلي او ځيني ډېپلوماټان يې برسيرن ټپي شوې دي.
په سوماليا کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مایکل کیټین، "په سوماليا کې ورستيو چاودنو د مرګ ژوبلې او مالي زيان په اړه خواشينی يم. د پېښې د قربانيانو له کورنيو، ملګرو او خپلوانو سره په دې وير کې شریک يم."
د سوماليا ملت له روانې جګړې پرته، د لوږې او قحطۍ له ستونزو سره هم مخ دی.