د کلفورنيا اورلګېدنې په پېښه کې ۴۰تنه وژل شوي

په کلفورنيا کې د اورلګېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ٤٠ ته رسیدلی. 
ویل شوي، چې لا په سلګونو کسان ورک دي.
هلته خبریالانو ته ویل شوي، چې دا د دغه ايالت په تاريخ کې د اولګېدنې تر ټولوسخته پېښه ده.
مقاماتو ويلي چې ٣٠٠ کسان لادرکه دي، خو دوى هيله ښوولې چې له دې جملې به ځينې کسان ومومي.
بل خوا د اور لګېدو له کبله څه باندې يولک کسان نورو سيمو ته کډه شوي دي.
سیمه کې اور وژونکي په هڅو بوخت دي، ترڅو اور مړ کړي