څلور پاکستاني پوځيان ووژل شول

روهي (دوه نۍ/ ۲۳ د تلې)، د پاکستان په کورمې اينجسۍ کې د درېيو پرلپسې چاودونو په پايله کې د پاکستان پوځ، د يو افسر په ګډون څلور پوځيان وژل شوې دي.
په لومړنۍ چاودنه کې دوه پوځيان ووژل شول، خو کله چې نور پوځيان د چاودنې ځای ته لاړ، ورپسې دوه نور چاودنې هم وشوې، چې د مرګ او ژوبلې شمېره يې لوړه کړه.
د پاکستان پوځ هم يادې چاودنې او مرګ ژوبله تائيد کړي ده.
د چارواکو په وينا، چاودنه په هغه سرتېرو ترسره شوې، چې په سيمه کې يې د تښتول شوې امريکايي-کاناډيي کورنۍ په تښتونکو پسې د پلټنې عمليات کول. د چاودنو سيمه خرلاڅۍ نوميږي او افغان پولې سره نېږدې پرته ده. ياده سيیمه دپوليسو له لورې محاصره شوې ده، خو د چا د نېول په اړه يې تر اوسه څه نه دې ويلي.
د راپورنو پر بنسټ، د يادې پېښې مسؤليت د پاکستان د طالبانو تحريک په غاړه اخېستی دی.