موخې

موخې
غورچاڼ: رحیم الله احساس
دویمه برخه
دویم څپرکی
د خپل ژوند مسؤلیت پر غاړه واخلئ!
۱ـ همدا نن مو ستره ستونزه او د منفي احساساتو سرچینه مشخصه کړئ او ولې مسؤل یاست؟
۲ـ ځان د کمپنۍ د رئیس په توګه وګورئ ( که رئیس یاست، څه کوئ)؟
۳ـ همدا نن نور مه ملامتوئ، خپل ځان مسؤل وګڼئ، پدې حالت کې باید کوم ګامونه واخلئ؟
۴ـ پلمې لټول بند او پرمختګ پیل کړئ!
۵ـ ځان خلاق وښیئ!
۶ـ نور همدا نن وبښئ او ځان بوخت کړئ!
د خوښۍ او بریالیتوب ستر دښمن منفي احساسات دي، که هدف مو خوښي او بریا وي، باید له منفي احساساتو ځان خلاص کړو، منفي احساسات څلور عوامل لري: ( وېره، ځان ته په کمه سترګه کتل، بې ګټې سیالي او غوسه)
له منفي احساسات څخه هر څومره چې زر وي، ځان خلاص کړئ، دا کار په ثانیو کې هم ممکن دی، همدومره ژر به مثبت او ګټور شخص شئ! پلمې او دلایل مو منفي ګرا کوي، خپله واوره د بل په بام مه اچوئ!
ستاسو پر وړاندئ د نور احساساتو او نظریاتو ته پام مه کوئ، ځان د خلکو په خبرو کې مه ګورئ. د ټولو منفي احساساتو درمل د خپل ژوند او حالاتو مسؤلیت منل دي، چې مسؤلیت ومنې احساسات خپله له منځه ځي، که خپه یا غوسه یاست یوازې ووایئ( زه مسؤل یم). د نورو له ملامتولو سره همدا نن خدای په اماني وکړئ، احساسات مو کنټرول کړئ، که غواړې مثبت ذهن ولرئ، پر نورو له نیوکو، غندنو او شکایاتو ځان وژغوره. مثبت احساسات (خوښي، رضایت، مینه، لېوالتیا...) مو ځواکمن او منفي احساسات (کینه، د نورو ملامتول ....) مو کمزوري کوي.
په ژوند کې مو انتخاب او پرېکړه په خپل لاس کې ده، که څه مو خوښ نه وي بدل یې کړئ، خپل ستراتیژي جوړه کړئ: عاید مو باید وده وکړي، سپما او پانګونه زیاته کړئ، ... ستاسو مسؤلیت دی. د ملګرو ټاکنه په بریا او خوښۍ اغېز لري، د خپلو وړتیاوو د پراختیا لپاره وخت ځانګړی کول مو مسؤلیت دی، هېڅوک ستاسو په کیسه کې ندي.
له ځانه د ودې په حال کې ونډه جوړه کړئ، کال په کال د خپل عاید د زیاتوالي په خاطر تګلاره باید ولرئ، خپل عاید، ارزښت، ګټه په متواتر ډول کال په کال زیاته کړئ، د خپل ژوند مسیر په خپله وټاکئ!
د کنټرول نقطه: د کنټرول نقطه ۵۰ کاله څېړنو ثابته کړې، چې ستاسو په خوښۍ او خپګان اغېز کوي؛ هغه څوک چې د کنټرول نقطه یې د ننه وي، احساسوي، چې د خپل ژوند او ځان بشپړ کنټرول یې په لاس کې دی، دغه کس د پیاوړتیا، ډاډ او ځواکمنۍ احساس کوي، دوی مثبت او هیله من وي، ښه حس لري، ځان د خپل برخلیک مسؤل ګڼي، د دې خلاف هغه څوک چې د کنټرول بېرونۍ نقطه لري، بېروني عوامل لکه: رئیس، د لګښت بېلونه، واده، د ماشومتوب ستونزې او ... دا څیزونه د هغوی اوسنی حالت کنټرولوي، ځان ورته له کنټروله وتلی ښکاري، په پای کې کمزوری، غوسناک، ډارن، منفي ګرا، مخالف او بې ځواکه کېږي. که ووایې زه مسؤل یم، د ننني (داخلي) کنټرول نقطه مو قوي کوي. د مسؤلیت منل، کنټرول، خوښي د سروزرو مثلث دی؛ د اهدافو ټاکل هر څه درکوي.
نور بیا....