يقين څه شى دى؟دښه يقين ګټورې پايلې

ليكوال: ډاكترونسنټ پيلي
ژباړن : عطا ْ الله خان حيران
زه په هانګ كانګ كې له يوې تنګې كوڅې تېرېدم، چې سترګې مې د يوه دوكان پر لوحه ولګېدې، چې پرې ليكل شوي و:(پيدايشي كمى له ځانه لرې كړئ)، ښه ورته زيرشوم، هغه دټيټو(ټاپه جوړونكى) دوكان و، دوكاندار (نوموړې جمله د پېرودونكو د پاملرنې لپاره ليكلې وه)دغه جمله د دې لپار ليكلې وه، چې دمشتريانو پام دځان پر لور واړوي، دغه دكاندار،دخپل مشتريانو پرجسمونو هر ډول توغونه، پتنګان او ستوري او دې ته ورته داسې نور... شيان جوړول، زه دوكان ته ورننه وتم ، ډډه مې ولګوله اوله چينايي دكانداره مې پوښتنه وكړه، ستاپه اند دا سمه خبره ده، چې څوك پيداكېږي بايد پر جسم او ځان باندې يې دټيټونښانه وي او د هغه چاپه ځان چې دټيټونښانه نه وي هغه بدبخته دى؟
چينايې دوكاندار راته وويل: ځينې خلك دغه كمي محسوسوي له دې نه ورسته يې په ماته ګوډه انګريزي راته وويل: هغه څوك چې غواړي پرسينه يې دټيټونښانه جوړه كړي دغه كمي له مخكې نه ده محسوسه كړي وي.
تاسې پرخپل ځان يقين ولرئ ،غيرې يقيني شيان له خپل ذهن څخه وباسئ ،تاسې پردې خبره پوره يقين ولرئ ،چې تاسې كولى شى دژوندپه هرډګر كې بريالي ووسئ ،هغه څوك چې ټينګې ارادې ولري اوپه دې يقين هم ولري چې په هرځاى كې بريالى دى نوداسې انسان باور وكړئ ،چې تل بريالى وي اوكه څوك پرځان ډاډمن نه وي پرهېڅ شي يقين نه لري اوتل ناهيلى وي نوپه دې كې شك نه شته چې دى به په ژوند كې هېڅ ډول برياترلاسه نه شي كړى،داډول خلك تل ناكام وي اوبس.
بشپړيقين څه شى دى؟ اودبشپړيقين لرونكى څوك اوڅه ډول وي ،ددې دواړو پوښتنو يوځواب دي،
پرخداى (ج) يقين،پرژونداو زندګي يقين،پرخپل راتلونكي يقين،پرخپل كاريقين،پرخپلې مېرمنې يقين،پرخپلوبچويقين اوپرخپل ذات يقين.
يوه ورځ مې ديوڅوكسانوپه مخكې وويل زه پرخداى (ج) يقين لرم،ځكه خوتحمل مزاجه يم،پر يوكس باندې زماداخبره بده ولګېده راته يې وېې ويل: داڅنګه كېداى شي؟
ماورته وويل،كه ته پرخپل ځان يقين ونه لرې نوپرخداى (ج) به څنگه يقين پيداكړې،په داسې حال كې چې ته الله (ج) پيداكړى يې،
ماپه نيويارك كې په يودرملتون كې ديوه كوچني ماشوم تصويرليد،دتصويرلاندې ليكل شوي و، زه پرخداى(ج) يقين لرم چې موږيې په هرلحاظ ښكلي اوښه پيداكړي يوو.
دامريكې مشهورعالم، ويليم جيمس ډېرسترفلسفي،اروا پوه او پردې سربېره داناتومي ډاكترهم دى،نوموړى ډېرذهين اوپوه انسان دى، دبه ويل: كه تاسې پرهرڅه باندې يقين ولرئ په همغه برخه كې تاسې بريالي كېږى،
دبريالتوب ضمانت څه شى دى ؟
دكاميابۍ ضمانت نه خوعلم دى ،نه تعليم ،نه تربيت ،نه تجربه ،اونه هم دولت دى ،بلكې دكاميابۍ ضمانت عقيده اويقين دى،يقين پرتاسې كې دكاميابۍ وړتياپيداكوي.
او دويم ديقين ګټه مثبت فكردى،دا هم حقيقت دى،چې مثبت فكرګټورې پايلې لري.
ويليم جېمس به ويل: په ژوندكې له وېرې نه ځان وساتئ،وېرې ته په زړه اوذهن كې هېڅ ځاى ورنه كړئ ،تاسې يقين وكړئ،چې له ژوندنه خوږ او ارزښت لرونكى شى نه شته،دوژوندهر سانيه قيمتي وي نوپردې اساس ويلى شم،چې يقين دحقايقو په تخليق كې له موږسره مرسته كوي،هغه څوك كه هغه نارينه وي اوكه ښځينه،چې پريقين،يقين ولري اوپرځان ډاډه وي،په ژوندكې به له هېڅ ډول ماتې سره مخ نه شي او كه د دې برعكس موپه ذهن كې شك او وېرې ته ځاى وركړنوپرته له پرېشانۍ نه به موبل كارنه وي دژوندپه خوږو به پوى نه شئ او نه به ارام ژوندولرئ،(بياخورئ ډغرې) ژباړن.
په يادولرئ،كه تاسې پريقين يقين ولرئ نوهېڅ ډول ستونزه به ستاسې دكارمخنيوى ونه شي كړى.
كوم خلك چې دژوندپه ټولوچاروكې بريالي اوخوښ وينئ،دوى پرخپل ځان پياوړى يقين لري،داسې هم نه ده چې كوم خلك په يقين باندې تكيه كوي له ستونزونه به په امان كې وي،ژونداوستونزې ديوې سكې دوه مخه دي،په ژوندكې ستونزې اولوړې ځورې وي،خو داسې نه،چې ستاسې دپرمختګ مخه دې ونيسي كله چې تاسې يوښه كارترسره كوئ،نوپه كلك هوډ او پرټينګ يقين سره خپل كارپيل كړى، كومې وړې وړې ستنزې چې تاسې ته مخې ته راځي،په اتمات ډول په خپله له منځه ځي هغه دومره نه وي،چې تاسې ته دې سدمه ورسوي.
تل اوپر هرحال باندې شكر وباسئ اوپرخپلو خپلو برخو باندې قناعت وكړئ.
زه له خداى (ج) نه ډېرشكرګزار يم،چې ماته يې ډېرڅه راكړي،چې زه ورنه ګټه اخلم اوپردې باندې يقين لرم،چې زه پرهرډګر بريا ترلاسه كولى شم.
دې نړۍ ته موږ د دې لپاره نه يورغلي،چې لاس ترځنې او ناهيلي كېنو اوپرسوچونوباندې خپل وخت تېركړو،موږ بايديودقيقه وخت بې ځايه مصرف نه كړو،موږ بايدتل په كاربوخت ووسو.
كه موږ خپلې كمزورى په خپله ولكه كې واخلو او دبري لارخپله كړو په دې كې شك نه شته،چې له موږ هريونه به ستراوخوښ انسانان جوړيږي.
په ژوندكې موږته ډېرښه چانسونه ميسريږي موږ بايدهغه له لاسه ورنكړو چې بيايې ارمان كوو
۱۹۳۳ كال و زه دنيويارك پرپينځم سړك روان وم دژمي شپې ورځې وې،ګورم،چې پريوه پخواني ملګري مې سترګې ولګېدې،چې ۱۹۳۰ په جنګونوكې رانه نادركه شو ى و،هغه وخت امريكاله يوې تبايي سره لاس اوګرېوان وه،كارخانې بندې وې،بېكاري فقرخپل اوج ته رسيدلي و،كه يې په لنډه توګه ووايم دامرېكې په ټول تاريخ كې ترټولوخونړۍ دور وه او زمادا ملګرى دا درې كاله داور په خېټه كې ژوندتېركړى و،خوبيايې هم په څېره كې هغه دپخواپه څېرخوښي سكون له وريا ښكارېده ورنه مې وپوښتل ګرنه څنګه ياست؟ ده راته په ځواب كې وويل:زه ډېر ښه اوخوښ يم ته خپل وايه ورته مې وويل زه خودرته ډېرخپه اوپه تشو
يش كې وم،چې څنګه به ياست خوښه ده چې ښه ياست،ملګري مې راته وويل: يوڅو ورځې بېكاره وم،هره ورځ به سهار وختي به دكاردمندولوپه موخه ښارته تلم، مايقين درلود،چې په دې دومره سترښاركې به ضرورماته كارپيداكېږې اوهمداسې وشول،كارمې هم وموند،ملګري راته وويل:ماپه ډېروځايونوكې لوستي وچې دخپګان اوناهيلي له لپاره دانسان ۶۴ انساني عضلې كاركوي اوډېره انرژي مسرفه وي خو دخندا اوخو شحالۍ لپاره دوجود ۱۴ عضلې كاركوي اوله دې نه دانسان جسم انرژي هم اخلي،ملګري مې زياته كړه دانسان غوښتنه ضرور پوره كېږي چې انسان يې دلاسته راړلوپه هڅه كې وي
دا وزما دملګري پوره يقين.
بشپړ يقين، دمور اوپلارد يقين له سبب نه اولاد ونو ته داخليږي ځكه،چې مورخپلواولادونو ته تل دعاوې كوي،چې الله پاك (ج)زمابچې تل بريالي اوخوښ وساته.دمور اوپلار دعاوې هېڅ كله هم بې ځايه نه وي،زماملګرى دښه يقين پرمټ په خپل هره موخه كې بريالى شوى و دهمدې ټينګ يقين له وجې نه دى په ټول كلي كور كې ديادونې اودشمارپه سړيوكې شمېرل كېده،هغه دومره په خپل ژوند ډاډمن و،چې پرلار به داسې زړور روان و،چې له شابه دې ورپه سې كتل تابه ګمان كاو،چې يوجنګي سردار روان دى دهغه په څېره كې دخوښى اوداعتماد نښې له وريا ښكارېدې.
يوه ورځ په نيويارك كې يوه ډېره ستره غونډه د(وينافن) ترسرليك لاندې جوړه شوې وه،چې ډېرعاموخاصوخلكو په كې ګډون درلود چې ما اوډېل كارنګي ورته دوينافن په اړه ويناكوله ،په دغه غوونډه كې ډېل كارنګي ډېرې ګټورې اوپه زړه پورې خبرې وكړې ،دګرجې پرممبرناست ډېل كارنګي وويل: هغه وخت چې زه ماشوم وم زموږ دكور كلي حلت ډېرخراب و،غربت فقرزموږ ټولې هيلې په سيند لاهوكړې وې،خوموږ مرګ نه غوښته دبدلون په اړه موفكركاو
ډيل كارنګي زياته وي وايې : زمامور د ډېركلك هوډ او دنېكې عقېدې خاونده وه هغه له هېڅ ډول ستونزونه نه وېرېده چې حالت به څومره ازغن شول خودې به پكې دخوښۍ حمدونه اوسندرې زمزمه كولې هغې به موږته اوزماپلارته ويل چې الله پاك به له موږسره مرسته كوي تاسې مه ناهيلي كېږئ،اوبالااخره همداسې به وشول الله پاك به پرموږ راغلى ناورين په خوښۍ بدل كړ موږبه خبرهم نه و،چې پرموږ به دخوشالۍ زيرى وشو،موږ كله هم وږي نه يو ويده شوي،داټول زمادموربشپړيقين له وجې نه ول.
ماچې د ډېل كارنګي دانه هېردونكي اوقيمتي وينا وا ورېده نوپوى شوم چې الله (ج) سختي د ازمښت لپاره پرموږ راولي.
پياوړى يقين زموږله ايمان او عقيدې نه سرچينه اخلي،ماد هغه خپل ملګري اود ډېل كارنګي له خبرونه زدكړل،چې دعقيدې او يقين پياوړتيا معجزه درښيي،موږ ديقين اوعقېدې پرمټ كولى شو،خپلې ذهني پرېشانۍ له ځانه لرې كړو.
په پياوړى يقين اوپه كلك هوډسره كولى شو،چې خپل راتلونكى وټاكو،دا نېكمرغي څه داسې شى نه دى، بلكې نېكمرغي دمثبتوفكرنو په كولوسره دانسان په برخه كېږي،دمثبتوسوچونو اويقين پرمټ په انسان كې ډېربدلونونه رامنځته كېږي،كه چېر ې مثبتوفكرنوته په پخپل ذهن كې ځاى وركړو،نوپه دې كې شك نه شته چې منفي سوچونه په اتمات ډول په پخپله له منځه ځي پردې اساس بايدووايم،چې په ټينګ هوډ اوپر پوخ يقين سره خپل كارونه پرمخ يوسئ، بياوګورئ،چې په څه ډول موپه منظمه توګه دژوندټولې چارې پرمخ ځي.
زه يوڅوك پېژنم،چې له ډېروكمپنيوسره كاركوي،هغه ديوه روزونكي په صفت خورا مشهوردى،دهغه داكارو چې په خلكوكې به يې ويده صلاحيتونه راويښول ،دا كس ملون ايون نومېده دى ډيرپوه انسان و دبه ليدل چې يوكس په كاربوخت دى اوداكارله ده سره نه ښايي اوپه دې كې يې له دې نه دلاښه كاروړتياليده چې نومړي به په كې پرمختګ كولى شو نو مشوره به يې وركوله،چې ن دغه كار چې دى يې كوي لاس واخلي اودته به يې ديوه ډېرښه كاركولو مشوره وركوله چاچې به دملون ايون خبره منلې وه نوډېربه خوښ و اوله خپل كارنه به ډېرمطمين و
په اصل كې به ده دخلكو يقين پياوړى كاوه له دې سره به په خپله په خلكوكې ويده وړتياراويښېده
دبه خلكو ته په باربار ويل چې پرخپل ځان يقين پيداكړئ ډاډه ژوندتېركړئ، په تاسې كې د ډېروشيانو اودسختونه دسختوكارونو دترسره كولو وړتياشته ده،له ناهيلۍ نه ځان وساتئ.
يوه ورځ ملون له يوه ځوان سره مخ شو،چې په فارم كې يې كاركاوه كلون،چې هغه وليد،چې خپل كارته ډېرژمن دى اوله دې سره سره ځوان د ډېرښه جادوګرواخلاقوخاوندهم دى له ځوان څخه ملون ډېربد متاثره شوو،ځوان به خپلوملګروته هرورځ نوې ايډياوركوله،چې تل به خپل كاركې بريالى ودغه ځوان جېك نومېده، ملون ،چې وليد،چې جېك دډېروصلاحيتونوخاوند دى،خوځوان له ځان نه ناخبره و،
ملون له ځوان نه پوښتنه وكړه كوم كار،چې ته يې همدا اوس كوې څنګه محسوسوې ؟
جېك ورته په ځواب كې وويل ډېرخوښ يم دنړۍ ترټولوكارونونه يې ښه كار بولم.
ملون جېك ته وويل: جېكه! ته پوهېږې چې زه ستاپه اړه څه فكركوم؟ كه ته پوى شوې چې زه ستاپه اړه څه فكر لرم ،كېداى شي اريان دريان شې،ګرانه زه غواړم ،چې ته داكارپرېږده او درخت په يوه كمپنۍ كې كار پيل كړه ،ته بايد نوردبل ترلاس لاندې كار ونه كړې، ته بايدخپل كارپيل كړې،ځكه زه په تاكې دغه وړتياوينم،چې درته وايم ته په يوه شيركت (كمپني) كې بايدكاروكړې،چې ډېرې پيسې لاسته راوړې
جېك په داسې حل كې،چې دملون خبرې اورېدې حيران دريان ولاړو ويې ويل نانا مسټرملون زه دا وړتياپه ځان كې نه وينم زه په دې خپل كاركې خوښ يم،زه په دې كار كې تجربه لرم اوخو ښ مې هم دى
زه له دې كارنه پرته بل كارنه شم كولى اودشركت كارخو زماله وسې نه بيخي نه ده پوره.
جېك پرخپل ځان باورنه درلود،كه نه وړتيايې لرله چې هرډول كارترسره كولى شي، دغه منفي فكر دى له كاره وېستى وه نه يې پرېښود،چې له دې نه ښه كاروكړي .
خوكلون به ويل چې زه جېك په ټوله ماناپېژنم خوجېك له خپلې وړتيانه نه دى خبر.
كلون جېك ته وويل،ته پرځان يقين نه لرې ته بايدپرخپل ځان ټينګ يقين ولرې ته بايدزماخبره ومنې.
بلا اخره كلون خپله خبره پرجېك ومنله هغه يې په كورس كې داخل كړ اودكار ټولې چارې يې وروښودلې،؛
جېك كورس ډېرپه مينه ولوست اوس جېك وايې:څومره ښه كاش چې مخكې مې له كلون سره پېژندګلوي شوې وى كله،چې جېك له كورس نه فارغه شونوكلون ورته وويل ستالپاره مې په يوشركت كې كارهم موندلى .
خوجېك اوس هم پرځان په پوره توګه يقين نه درلود،خوكلون هغه ته سلامشوره وركوله او دلاسه كاوه يې چې ناهيلى نه شي اورته ويل به يې :ته فكرمه كوه زه درسره يم.
كله چې جېك ته وويل شو چې سباته به په كارپيل كوي نو نومړى سخت ورختاو خوكلون به ورته ويل ته فكرمه كوه زه درسره يوځاى كارته ځم ته همت پيداكړه ته ډېرتكړه يې ځوان يې مه وېرېږه.
كلون،چې جېك ورسره و ماركېټ ته لاړ اوخپلوملګروته يې جېك وروپېژانده ټولوخلكو دجېك ډېردرناوى كاو جېك سره دشركت دټول كاركونكودزړه له كومې مينه پيداشوه اودهريوه په زړه كې ځانګړى ځاى وموندځكه،چې جېك د ډېروجادوګرو اخلاقوڅښتن و،كلون جېك ته دكار لارښونه كوله اوپه كاريې پوهاوه ورو ورو جېك په كارپوهېده ،مينه يې ورسره پېداكېده اوپرځان يې باورپيداكېده.
اوس كلون جېك ته ديقين درس وركړى دى اوس جېك پرځان پوره يقين لري چې هركارپه ښه توګه ترسره كولى شي.
بله ورځ جېك يواځې كارته لاړ اوس جېك دتنهايي احساس نه كوي په پوره ډاډ سره خپل كارپرمخ بيايي،اوس دجېك له ځان اوكارسره ډېره مينه پيداشوې ده كاروباريې ډېركامياب پرمخ روان دى په جېك كې هغه ويده صلاحيتونه ټول راوپرېدل اوس جېك پوى شو،چې په انسان كې ويده صلاحيتونه يواځْې داعتماداويقين له لارې راويښېداى شي،كلون،چې څومره وړتياپه جېك كې ليده په همغه اندازه جېك خپله وړتياپه خپل كاركې وښوده.
يوه ورځ څلورښځې يوه رخت پلورځي ته تللې وې په دې كې يوې دځان لپاره كالي اخستل اودا دوې نورې ورسره په چكر راغلې وې ،كومې ښځې،چې كالي اخستل هغه په دوكان كې يوه وړه غورپه ده چې خلك په كې كالي اغوندې چې ويې ګوري لنډيااوږده نه وي،نودې هم په همغه غورپه كې كالي اغوستل او دا دوې نورو په دكان كې درختونو ننداره كوي،چې يوناڅاپه دكان ته يوغل راننه وت،چې په يولاس كې چاړه او په بل لاس كې يې توفنچه نيولې ده،دوكاندار او په دكان كې دو ولاړو ښځوته يې وويل: چې هرڅه لرئ رايې كړئ كه نانو وبه مووژنم، له ښځوسره پينځه پيځوس ډالره ول هغه يې ځينې واخستل ګوري چې له غورفې
نه ښځه راو وته نوغل دهغې پرلور روان شو ورته يې وويل هرڅه چې درسره وي رايې كړه چې وژنم دې، ښځې په ډېره زړورتياسره غله ته په ځواب كې وويل:زه درته وايم له دې دكان وځه وځه درته وايم بې غيرته،شرم وكړه.
غل ښځې ته اريان دريان پاتې شو لومړى يې ښځې ته په ځيرځيركتل او سترګې يې په سترګوكې سره واچولې اومنډه يې كړه دسترګوپه رپ كې له دكان څخه ووت،له دكان نه بهر دسړك پرسريوموټرولاړ وچې شټرنګ ته يې يوه ښيسته نجلۍ ناسته وه وتښتېدل،دلږ ځنډورسته دغه غله دپوليسوله خواونيول شول،دڅېړنو پوښتنواو په جرم دعتراف نه وروسته دوى پوليسوته وويل: مادهغې ښځې په څېره كې داسې څه وليدل چې زه يې سخت ويرولم.
يقين اوپرځان اعتماد ډېرې سترې سترې لاسته راوړنې لري له دې واقع سره ماته يوه بله واقعه راياده شوه.
ماډېروغونډوته په مختلفوښارونوكې وينا اوتقريرونه كړي دي،يوه ورځ سهار له هوټل نه د وتلوپه فكركې وم چې دهوټل يوې كاركونكې راسره روغبړ وكړ،راته يې وويل: نن به درباندې دا ورځ ډېره ښه تېره شي.نرى نرى باران ورېده مېرمن ډېره ډاډمنه اوپرځان يې ډېروياړ كاوه او د ډېرښه شخصيت خاونده هم وه، له دې سره ديوڅوخبرونه ورسته راته دامعلومه شوه چې دنوموړې مېرمن دوه بچې په پوهنتون كې زدكړې كوي اودوه نوريې په ښونځي كې دي.
دې راته وويل:زه پرخپل يوه خداى(ج) باور اويقين لرم چې پيداكړي يوو، نوساتي به موهم د واده په لومړيوشپو او ورځوكې زه او زماخاوند په ډېرغربت كې راښكېل شوي و،زمانوره كورنۍ هم دغربت ښكارشوې وه خومااورېدلي وچې دغربت په وړاندې لاس ترځنې كېناستل نه دي پكارغربت ته شيطاني قوت ويل شو ى نوزه چې ديوه الله (ج) بنده يم نوبايددغه شيطاني قوت مسخه كړم اوپروړاندې كلكه مبارزه وكړم پردې اساس موږخپله مبارزه روانه ساتلې وه موږبيخي ناهيلي شوي نه يو زه اوخاوندمې ديوبل سره په صلامشوره په دې وتوانيدو چې ځان دغربت له تورې كومې نه راوباسو موږ له كلك هوډ اوټينګ يقين څخه كار
اخستى دى ماورته ويل ريښتيا،چې همداسې ده اعتماد او يقين دومره وړتيالري چې يوشيطاني قوت مسخه كړي په حقيقت كې يقين اواعتماد ګټوره ريښتنولي هم ده.
يوه ورځ يوځوان وكيل،چې ډېرناهيلى و،زمادفترته راغلى وغوښتل يې،چې له ماسره وګوري،هغه ډېرناهيلى شوى و ده په يوحكومتي شركت كې كار كاوه دى په خپل كاركې دومره پاتې راغلى و چې نوريې حالات دزغملووړ نه ول دكارخانې خاوند،نومړي وكيل ته يوازې يوچانس وركړى و او ورته يې ويلي و كه چېرې دې كارپه سمه توګه پرمخ ونه شو وړى نو نوربه له دې كارخانې نه ويستل شې.
دغه ځوان وكيل به ويل ولې زه لېونى شوى يم؟ چې دكارپه پيل كې زه له دې كارخانې نه وځم.
ماورته وويل ته مه خپه كېږه انشاءالله هرڅه به خداى (ج) اسانه كړي،ته بايد دلږ وخت لپاره ارام وكړې خو نوموړى دپخواپه څېرناهيلى ورختااو نارامه و. نو اړوتم چې نوموړي ته د ګرووپړسن ليكلې كالم چې په يوه ورځپاڼه كې چاپ شوى و او زمامخې ته نغدپرمېز پروت و ولولم،دغه كالم، چې ماهم په لومړي ځل لوستې وه پرماكې يې ډېرمثبت بدلونونه راوستي ول نوزه پردې كالم په پوره تګه ډاډمن وم،چې انشاءالله په وكيل كې به هم بدلونونه راولي اوډېرڅه به ورنه زده كړي
ددغه كالم نوم و (له مثبتو سوچونونه ريښتنې خوشحالي لاسته راځي)
(يوځوان په بېړۍ كې ناست دى داوبوپرسره بېړۍ روانه ده اوبه دبېړۍ ترسينې لاندې تيريږي اوبېړۍ مخ پروړاندې ځي نوځوان،چې كله دې ته پام شو،چې اوبه كه تېزې وي هم دبېړۍ لاندې رځي اوكه سستې هم وي نو دبېړۍ ترسينې لاندې تېريږي بېړۍ روانه ده اوځوان په داډول فكرونوكې ډوب دى، په پاى كې ځوان دانتيجه ترلاسه كړه ،چې دژوندهره ورځ دژوند د بېړۍ ترسينې لاندې لكه داوبو تېريږي حالات كه څومره هم ازغن شي خوژوندلكه دبېړۍ پرمخ ځي نوپردې اساس ځوان له ځان سره ويل لكه څنګه چې دبېړۍ ترسينې يونيمه څپه راتله اوبېړۍ ته يې ټكان وركاوه نوپه ژوندكې هم يوه نيمه ستونزه داسې وي ،چې
دانسان ژوندله ګواښ سر مخ كوي لكه څنګه ،چې څپه د درياب پرسر هروخت نه وي وخت ناوخت راځي نوداسې ستونزې هم په ژوندكې كله كله پېښه كوي خو هره ستونزه پرخپل ځاى دحل لار لري موږبايدتل هڅه وكړو چې له ستونزوسره په كلكه مبارزه وكړو اوپه هېڅ وخت كې ناهيلي نه شو اونه له چانه تمه وكړو هغه څوك چې تل پرځان يقين او ډاډ ولري نو په دې كې شك نه شته چې دژوندپه هرډګرګې به بريالي وي.
هغه بېړۍ چلونكى چې داډول مثبت فكريې وكړ او خپل فكريې په خپل ژوندكې عملي كړ نوباوردې وشه چې اوس لوى شتمن اوخوښ انسان دى هغه اوس كارخانې ډېرستركاروبارته ملاتړلې ده.)
كله ،چې مادغه كالم پاى ته ورسوه نوپرځوان يې معجزانه اغېزه كړې وه،اوس ځوان وكيل دپخواپه څېرناهيلى اوله ژونده زړه تورى نه دى په هغه كې اوس ډېربدلون راغلى و هغه له چوكۍ نه پاڅېده اوراغاړېوت ويې ويل :ماله دې كالم نه ډېرڅه زده كړل زه اوس پوى شوم چې زه بايد څه وكړم زه به اوس د درياب داوبوپه څېر دبېړۍ لاندې ژوندپه ډېره خوښۍ،يقين اوله ستونزو سره به مبارزه كې تېروم،كله چې ځوان وكيل زماله دفترنه وت نو نوې حصله او له پياوړي يقين سره يې په مخ كې وينه غوړېدلې وه له حده زيات خوښ و.
يوه ورځ راته يوچايوليك راكړ،چې ديوې ښځې له خوانه ماته ليكل شوى و،چې كټ مټ يې دلته رانقلوم هغې ليكلي و(زه نه پوهېږم چې زماداليك به ترتادرورسېږي اوكه ناخوتوكل په خداى (ج) درته يې ليكم
ډاكترپيلي صاحب سلامونه اونېكې هيلې مې ومنه زه خوله ډېرې سختې مسلې سره لاس اوګرېوان يمه.
زه خوپرځان هېڅ ويسانه لرم اونه په ځان كې دغه وړتياوينم ژوندمې ټول په يوډول وېره كې تېريږي نه پوهېږم چې څه راباندې شوي دي يوډول، له ژونده مړه شوې يمه هېڅ ځاى كې مې ارام نه كېږي يوډول ورختاغوندې يم لكه يوسترجرم مې،چې كړى وي اوڅوك راپه سې وي،ځان راته بې وقوف ښكاري زه په دې سخته خفه يم اوهروخت له ځان سره وايم چې زه خداى(ج) ولې پيداكولم پرزړه مې يوډول ګونګو غمونومنګولې خښې كړي دي،په داسې حال كې،چې زماخاوندډېرښه كاروباري سړى دى او ډېرشتمن هم دى او ښكلى هم دى دهېڅ شي كمي نه محسوسومه. بياهم دكمترۍ احساس وژلې يمه زه له يوې ډېرغريبې كورنۍ نه يم ماته ځان يوÚ
�ول نيمګړى ښكاري ځكه چې هيڅوك له ماسره مينه نه كوي كېداى شي چې دخداى(ج)ته به هم له پامه ښه نه ورځم،ځكه چې له مانه ډېرې غلطۍ كېږي زماله ځانه كركه كېږي،ډاكترپيلي صاحب څوځلې مې غوښتي چې ځان وژنه وكړم خوبيامې له ځان سره ويلي چې ځان وژنه ښه كارنه دى.
زه پردې يقين لرم تاسې چې كوموخلكوته كارتونه وركوئ اوله هغې نه هغوى روحاني سكون ترلاسه كوي كه خوامونه بدېږي نوماته هم يوكارت وليكئ څنګه تاسې به له ماسره په دې برخه كې مرسته وكړئ ؟ كه مو وكړه زه به موټول عمرمنندويه يم،مننه.)
مادغې ښځې ته كارت وليكه اوټينګارمې پرې كړى و،چې دغه كارت به نوموړې ښځه هروخت له ځان سره ساتي اودشپې له مخې دې هره شپه په لوړ غږ لولي ترهغې ،چې ناهيلي ورنه په بشپړه توګه نه وي تللې،ماچې په كارت څه ليكلي هغه داډول الفاظ ول.
زه مې له ځان سره مينه كوم اوپرخپل ځان يقين لرم
موږ يوه پاك الله (ج) پيداكړي يو اوالله (ج) هېڅ يوشى بې قدره نه دى پيداكړى
خداى پاك زه ډېره ښكلې پيداكړې يمه
زه له ژوندسره مې مينه كوم اودخداى (ج) له مخلوق سره مينه كوم
زه ددې وړتيالرم چې هرډول كارپه سمه توګه پرخپل وخت ترسره كړم
زه خوشحاله يمه اودخداى (ج) نه شكرګزاره يمه
زه دخپل ذات درناوى كوم
زه ديوالله (ج) بنده يم زه پردې يقين لرم
دغې ښځې زماپه ټولوخبروعمل كړى واوكارت يې په سمه توګه كارولى وهغه و چې يوه ورځ دناهيلۍ نه يې ځان په امان كې شو او ښه خوشحاله ژونديې غوره كړ.
كله ،چې څوك دناهيلۍ ښكارشي بيادهغه شخصيت په خپلواكه توګه دهغه په واك كې نه پاتې كېږي،
د ده په شخصيت كې ډېرمنفي بدلونونه رامنځته كېږي بياهره ورځ دده لپاره لكه كال داسې وي،په خپل ځان كې په خپله دمثبت بدلونونو هڅه وكړئ اوديقين پرمټ تاسې كولى شئ چې ښه ډاډه ژوندتېركړئ.
زما دترور ځوى ليوډنيلي په يوسترشركت كې منېجردى هغه راسره يوه ورځ په دې بحث كاوه چې انسانان څه ډول اوڅنګه په ځان كې بدلونونه راوستى شي،ليو زياته كړه ويې ويل: په دې كه شك نه شته چې انسان وغواړي په خپل ځان كې بدلون راوستى شي اوهڅه هاندپيل كړي خداى (ج) هم ورسره مرسته كوي،يوه ورځ به داسې راشي چې په هغه كې خوراډېربدلونونه راغلي وي،خوزه دې ته حيران يم چې ټم پرځان څه جادو وكړ،چې دومره پرمختګ يې وكړ؟دهغه خوارڅه زده ول،
ټم يووخت له موږسره په شركت كې كاركاوه دى ښه منېجرنه هسې خوشې چټي په هېڅ شي نه پوهېده دپرځان ډاډنه درلو په همدې خاطر دچانه وخوښ چې له چاسره به يوڅومياشتې كاروكړ بيابه يې رخصت كړ،يوه ورځ داسې هم راغله چې همدې ناهيلي ټم دشركت ټول خلك اريان دريان كړل هغه په يوكال كې په خپل كار كې بې انتها پرمختګ وكړ،په دويم كال خويې په خپل كاركې بيخي معجزه وښوده دومره ډېركاريې كړى و،چې يوه ورځ دنړۍ اود امريكا دشركتونو استازو يوه ستره غونډه په امريكاكې جوړه كړې وه چې دشركتونو داتحادې عمومي ريس ټم دريځ ته روه باله اودى دوخت ښه منېجر وباله او دده دښه كاركدګى دستاينې
ترڅنګ يې مډال هم وركړ، داتحادې ريس له ټم نه وپوښتل ،چې څنګه دې وكولى شو چې په خپل كاركې دومره برياترلاسه كړې؟ ته اوس هغه پخوانى ټم نه يې اياددې برياراز به راته ووايې؟
ټم چې كله يې هم پردريځ (سټېچ) باندې دومره غټې غونډې ته كله هم وينانه وه كړې نوورختاغوندې يوخوابل خواګامونه اخستل اورنګ يې سور اوښتى وهغه نه پوهېده چې څه ووايي،دپه خپلوخبروكې وويل:زه تاسې ټولو ته ښه راغلاست وايم زماپه اندچې تاسې زماخبرې اورئ.
زه پرځان پوهېدم چې زه يوناكام شخص يم داچې بل څوك يې وايې زه په خپله پردې خبره اعتراف كوم.
چې په هېڅ نه پوهېدم اوډېرناهيلى هم وم. نويوه ورځ مې له ځانه داپوښتنه وكړه چې ترڅوبه داډول بېخونده ژوندتېروم اوترڅوبه دبل په فكركاركوم،په همدې فكركې وم زماپه خونه كې يوه انوارۍ كتابونه هم ول مادكتابونو ننداره كوله چې سترګې مې په يوه كتاب وګېدې چې مورمې ماته يو وخت ډالۍ كړى ودكتاب په لومړي مخ كې يې ليكلي و انسان هروخت كولى شي،چې پرخپل ځان كې بدلون راولي (ماهي چې له اوبوهروخت راوباسې تازه وي) هېڅ وخت ناوخته نه دى خونور وخت بايدبې ځايه تېرنه شي،ترهغې چې ته په خپله په خپل ځان كې بدلون رانه ولې بل څوك نه شي كولى ،چې په تاكې بدلون راولي.
له دې جملې له لوستونه مې ورسته يوناڅاپه په كلك هوډ پرېكړه وكړه چې نوربه په دې حلت نه پاتې كېږم.دشركت ريس يې په خبروكې راټوپ كړل اورته يې وويل:شاباش ټم مهربانې وكړه ته خپلې خبرې پاى ته ورسوه،ټم وويل: زه سهار بازار ته لاړم نوي كالي،بوټان اورومال مې واخستل،زه په دې هم پوهېدم چې په كاليوانسان نه بدلېږي خوپه هرصورت لاړم تشناب ته اوشامپومې راوخيسته دځان له پرېولوسره سره مې خپل ذهن نه منفي خيالات كه په لانډه توګه يې ووايم نه يواځې چې ماځان ووينځه بل كې دخپل ذهن،فكر هرهغه څه چې پخواپه كې ځاى پرځى شوي ول ټول و وينځل اويونوى ټم مې له ځانه جوړكړ او دالله (
ج) په نوم مې ښه ډاډه كارپيل كړ ترننه په خپل كاركې بريالى اوانشاْ الله بريالى به وم ځكه زه وخت بې ځايه نه تېروم اوتل دخپل كار دلاښكېدو په فكركې يم هېڅ ډول ويره اوناهيلي نه لرم. دټم خبروته په سلګونو منېجران ښه غوږ نيولى و په پاى كې دټم په سترګوكې له ډېرې خوښۍ نه اوښكې راغلې ځكه چې ټم اوس هغه پخوانى ټم نه و اوس ټم دپياوړي يقين او اعتماد نه برخمن و
په ريښتياسره چې ښه يقين ګټورې پايلې لري.