پښتانه چې پنځه زره کلن تاریخ لري او د افغانستان اکثریت جوړوي، د افغانستان په هر ولایت کې میشت دي، چې په بعضي ولایتونه کې خو یوازي پښتانه اوسیږي، د دومره اقلیت سره سره بیا هم پښتو او پښتنو ته په ټیټه سترګه کتل کیږي او توهین یې کیږي، حتی کله دا توهین داسي په عامه کیږي، چې نه یوازي یو پښتون په نښه کیږي، بلکي ټولو پښتنو ته په کښي توهین سوی وي. ښه مثالونه یې د ولسي جرګي د غړي لطیف پدرام له خوا د ولسي جرګي په تالار کې د پښتنو توهین دی، چې ټول پښتانه یې تروریستان یاد کړل او بل غټ توهین څو ورځي وړاندي چې په سویډن کې یوه افغان زده کړیال سرور ستانګزي ته د افغانستان د سفارت په نمایندګې یوه کس وکړ، چې په هغه کې خو یې پښتو او پښتانه ګرسره د افغانستان ژبه او نفوس کې لا ونه شمیرل، پښتو يې د پاکستان ژبه او پښتانه یې د پاکستان اوسیدونکي یاد کړل.
اوس به راسو اصلي موضوع ته چې د دومره اقلیت سره بیا هم ولي پښتو او پښتنو ته په پرله پسي ډول توهین کیږي؟ خو داسي څوک نسته چې ځواب یې ووایي او مخنیوی یي نه کیږي.
۱: د پښتنو مشران نه مشران: اوسني کوم مشران چې پښتانه یې لري، زیاتره یې د خپلو شخصي ګټو لپاره مشران سوي، د پښتو او پښتنو په کیسه کې نه دي، مثالونه یې موږ بیخي ډير لرو، چې ښه مثال یې د ولسي جرګي د غړي لطیف پدرام توهین پښتنو ته وو، چې ټول پښتانه یې تروریستان یاد کړل، دا چې په ولسي جرګي زیاتره پښتانه وکیلان سته، خو چپه خوله پاته سول، یوازي حیمدزي لالي او اصولي صاحب یو څه غبرګون وښودی، هغه هم د خپل ځان لپاره، چې د پښتنو زړونه وګټي، نه د پښتنو لپاره، یاده موضوع درهمدې ورځي وروسته بیا نه کوم مشر یاده کړه او نه هم وڅيړل سوه، نه پوهیږم، چې دوی ته دا کوچني خبره ښکاریده، که د پښتنو په کیسه کې نه وه. که چیري هغه توهین د پښتنو مشرانو تعقیب کړي وای، پدارم یې څارنوالی ته معرفي کړی وای او یا یې بخښنه په غوښتي وای، نو دا توهین به بیا هیڅکله هم تکرار سوی نه وای.
۲: خپله پښتانه: د یوې ژبي لپاره که چیري د هغې ژبي ویونکي ورته خدمت ونه کړي، بل یې هیڅوک نه ورته کوي او غواړي چې تر پښو یې لاندي کړي، زیاتره پښتنو د خدمت پر ځای پښتو پخپله تر پښو لاندي کړي، زه زیاتو دفترونو ته تللی یم، چې په زیاترو دفترونو کې مې لیدلي، چې د دفتر کارکوونکي یې زیاتره پښتانه وي، خو دوی بیا هم پخپلو مینځو کې په درې خبري کوي او د دفتر ټول مکتبونه یې په دري ژبه دي، څو میاشتي مخکي په کابل کې د کابل بانګ مرکزي څانګي ته د یوه کار لپاره تللی وم، کله چې ورغلم، زیاتره کارکوونکي مې ولیدل چې پښتانه وه، په ځانګړي ډول د بشري منابع څانګه، خو بیا هم دوی چې مي ولیدل، په خپلو کې په دري سره ږغیدل. که چیري موږ خپله پښتو ته خدمت کړو، عزت ور کړو، هري اداري کې په خپلې مورنی ژبه خبري وکړو، هیڅکله به هم څوک دا جرائت ونه کړي، چې پښتو ته توهین وکړي.
۳: تعصب: کله چې هم کم پښتون د خپلي ژبي لپاره ږغ پورته کړي، د خپل پښتون له خوا ددې پر ځای چې ملاتړ یې وکړي، د تعصب ټاپي پر وهي، چې تعصب ته لمن مه وهه، وه سړیه په دې کې د تعصب څه خبره ده، خپل حق یې دی، باید ویې وغواړي، تاسي ویني، تر اوسه زیاتره پښتانه په خپله مورني ژبه زدکړي نسي کولای او نه زمینه ورته برابره سوي، که چیري یو څوک ددې لپاره ږغ پورته کړي، خپله پښتون ورته وایي، تعصب مه کوه، دواړي ملي ژبي دي، صحیح ده، دواړي ملي ژبي دي، خو هر څوک بیا په خپله مورني ژبه د زدکړي حق لري، چې باید پخپله مورنی ژبه زدکړي وکړي، که چیري یو څوک د خپلي ژبي لپاره ږغ پورته کړي او نور پښتانه د تعصب ټاپو پر ځای یې ملاتړ وکړي، نو نه به پوښتنو ته توهین وسي او هم به هر پښتون په خپله مورني ژبه زدکړي وکړي.
اوس تازه په سویډن کې د افغان سفارت له خوا بیا پښتنو ته توهین سوی، همدا ښه چانس دی، چې همدا موضوع په ښه ډول وڅيړل سي، د سرور ستانګزي ملاتړ وسي، چې دومره جرائت یې کړی او خپل ږغ یې پورته کړی، ددې موضوع اصلي علت او کس باید پيدا سي او د قانون له مخي سزا ورکړل سي، چې ددې ډول توهینو مخه ونیول سي، که چیري دا موضوع هم د نورو غوندي همدغسي پاته سي، نو دا لړۍ به دوام پيدا کړي، پرون یې په سویډن کې وکړ، سبا یې بل ځای کوي.
وروستي