د رقه ښار د نیولو لپاره وروستۍ جګړه دوام لري

(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې ۲۲مه) د سوریې د ډیموکراټو ځواکونو په نوم ائتلاف چې امریکا یې ملاتړ کوي یو ویاند ویلي، له داعش ډلې څخه په بشپړه توګه د رقې د ښار د نیول لپاره وروستۍ جګړه روانه ده.
د سوریې ډیموکراټ ځواکونه د عربو او کردانو ایتلاف دی چې د کردي ملېشې پرې کنټرول لري 
ویل شوي، چې د رقې ښار د داعش ډلې یو مهال د خلافت مرکز و، 
دا په داسې حال کې ده، چې د رقې د ښار د نیولو لپاره جګړه د جون په میاشت کې پیل شوه.