
(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۲مه) د امریکا ولسمشر ټرمپ د ايران رژيم بېباک ګڼلی دی.
هغه خبردارى ورکړ چې له هغه اټمي تړون څخه به ووځي چې تر ډېرو جنجالونو وروسته ورباندې موافقه شوې ده.
د امريکا د متحدوايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ اټمي تړون ته په اشاره وويل ،لا تر اوسه غتې ستونزې هم نه دي حل شوي.
ټرمپ د پالیسۍ اعلان کېدو پر مهال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو خبره نه ده کړې.
هغه ویلي، چې له کانګرس څخه به غوښتنه وکړي، ترڅو داسې يو قانون تشکيل کړي چې پر تهران اضافي فشارونه لګوي او دغه هېواد ونه کړاى شي چې اټمي وسلې جوړې کړي.