دونالډ ټرمپ: ايران د طالبانو او نورو ترورېستي ډلو ملاتړ کوي

روهي (نۍ/۲۲ د تلې)، د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ پرون د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په ايران سختې نېوکې وکړې او ياد هېواد يې د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړ. نوموړي وويل، "ایران يو دېکتاتور رژيم دی، زيات امريکان يې وژلي. د ايران اوسني حکومت په ۱۹۷۹ کې واک تر لاسه کړ او خپل خلک يې اړ کړل، چې ياد سخت دريځه رژيم قبول کړي. زه د امريکا د ولسمشر په توګه دنده لرم، چې د امريکا له ولس ساتنه او دفاع وکړم. د ايران اټومي پرګروارم پر واړندې به لا نور بندېزونه وټاکم."
دونالډ ټرمپ امريکايي ولس ته په خطاب کې وويل، هر هغه ګواښ چې مونږ يې کوچنی وګڼو، بيا لوی ستونزې منځ ته راوړی شي.
ټرمپ د ايران حکومت په منځي ختيځ کې په پراخو لاس وهنو تورن کړ. د نوموړي په وينا، ايران په عراق، سوريه او یمن کې په بې شرمه ډول توکميزو مسايلو ته لمن وهي او د مذهبي ډلو ترمنځ يې جګړه توده ساتلي ده.
له لوديځ سره د ايران د اټومې هوکړې په اړه ولسمشر ټرمپ وويل، "زه د امريکا د ولسمشر په توګه صلاحيت لرم چې ياد تړون له ايران سره له منځه يوسم. که چېرې له خپلو ملاتړو او ګانګرس د موافقې په اړه مثبتو پايلو ته ونه رسېږم نو زه به دغه هوکړه رد اعلان کړم."
د امريکا د ولسمشر د نوې څرګندونو په اړه د ایران ولسمشر حسن روحاني ويلي، " تر هغه پورې چې د ایران خپلې ګټې نه وي پوره شوې مونږ به له دغه هوکړې بهر نشو."
په ۲۰۱۵ کال کې امريکا او د هغې ملاتړو له ايران سره د اټومي فعاليتونو په اړه يو تړون لاسليک چې، په ايران يو شمېر نړيوال بندېزونه لرې شول د سوليز پرمختګ لپاره په ټاکلي حدودو کې د ايران اټومي پرګرام ته د وړاندې تګ اجازه ورکړل شوي وه.