هزاروو يوځل بیا دميدان وردګو ولایت دبهسودو سیموته دکوچيانو دنه تګ په اړه خپلې مبارزې تيزې کړې

دمیدان وردګ ولایت دیوې باوري امنیتي چارواکي چې دنوم ښودلو څخه یې ډه ډه وکړه وویل چې د ۱۳۸۹ لمریز کال په پیل سره په کابل کې دهزاروو بعضی سیاسي کړیو دمیدان وردګ ولایت دبهسودو دلانجمنوځمکوپرسر چې یوکال دمخه پرې ډيرې وینې توې شوې ناسم پروګرامونه پیل کړې چې دوۍ هڅه کوي دغه موضوع یوځل بیا په سیاسي موضوع واړوي او خپل شوم هدفونه پکې ترلاسه کړئ.
نوموړي زیاته کړه چې پرون د وري په ۱۳ نیټه دکابل په برچي دشتې کې پرون یو نهه کسزیز باصلاحیته پلاوي هزارجاتواودکوچیانوڅړځایونوته دکوچیانوپه نه تګ هراخیزه خبرې کړئ اوباالاخره دې نتیجې ته رسیدلې دي چې هرډول د ممکنه لاروڅخه کار واخلي او دکوچیانو دتګ مخه ونیسي، چې نهایي پریکړه پدې شوې چې ټوله سیمه دي دماینونو پواسطه فرش کړئ ترڅوکوچیان دزیاتوتلفاتوپه ورکولو و نه توانیږي چې څرځایونو ته ولاړ شي،
ښاغلي چارواکي دنهه کسزیزه کسانونومونه پدې ډول یادکړل،
1. محمد محقق د کمیسیون مشر په توګه
2. سیما ثمر دبشردحقونو خپلواک کمیسیون مشره
3. قاضي رمضان
4. سنګر دوست په ملي شورا کې دهزاروو استازې
5. رضایي په ملي شورا کې دهزاروو استازی
6. سیدهادي هادي د تیرکال دهزاروو دجنګي جبهي مشر
7. فاطمه نظري
8. محمدي مشهور په عبدلزي
9. فهیمي د هزارو وکیل
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې تراوسه د همدغه موضوع لپاره دایران نه زیاتې پیسې او ۱۳ بوجۍ چاپ شوې کتابونه دمیدان ودرګ ولایت د دایمیردادو ولسوالۍ ته دڅلورو تنو پواسطه انتقال شوې چې نومونه یې ضامن علي محمد، حاجی احمد، سیدمحمدجوادي او توسلې دي
هغه وویل چې دایمیرداد ولسوالۍ هزارو دجنګ دلومړي خط په توګه ټاکلې ده
هدایت الله هدایت