خاطره

زما او دروهي صاحب دوهم ځل ليدنه کتنه وه چې زه يې دوتر ته ورغلم که ګورم چې زما د خپل پلار په شان يو قره قلۍ والا مېلمه هم ورته مخامخ ناست دی دروغبړ ورورسته روهي صاحب زه وپوښتلم \" څنګه زلميه شعرونه خو به دې راوړي وي؟\" ما وې هو او د واره مې د لس اتو شعرونو ټولګه ورته په لاس کې ورکړه .
ده دشعرونو په لوستلو شروع وکړه او مېلمه همداسې ورته هره شېبه سترګې په لار وو چې ددوی د بنډار پاتې برخه بايد څنګه شي ؟ زه که په هيڅ هم نه پوهيدم خو پدې پوهيدم چې مېلمه نه غوښتل د روهي صاحب له تصديقه بغير خبرو ته ادامه ورکړي . دا ځکه چې روهي صاحب به چې هر ځل له پاڼو سترګې راپورته کړې نو ده به خپل ماناداره کاته ورمخامخ کړل . کله چې د پاڼو د سرسري کتو نه وروسته روهي صاحب لږ سر راوچت کړ او مېلمه ته يې و ويل چې \"ښه نو!\" ماناداچې راشروع شه خومېلمه غوښتل روهي صاحب مخامخ ورته وګوري او دوی په سترګو کې سره پوه شي چې کيسه له کومې راشروع کړي . زه لا له سره پوهيدلی وم چې ددوی په خبرو کې به ارو مرو له روانو حالاتو څه سرټکونه او انتقاد موجود وو خو روهي صاحب نه غوښتل چې مېلمه پدې پوه کړي چې بايد له کومه ځايه يې راشروع کړي . زما په ګومان هغه غوښتل له هماغه ځايه راشروع شي په کوم ځای چې زما په راتګ کيسه نيمګړې شوې وه . خو مېلمه زما په راتګ هغومره ډاډه نه وو لکه روهي صاحب نو يې خبره په دې ټکو پای ته ورسوله چې\" بس څه يې کوې روهي صاحب زړه مې ګړوب ګړوب دی هره شېبه راته پخوانی ژوند ياديږي مېږې راياديږي ، وري راياديږي، کيږدۍ راياديږي سم دم په ښار کې روان يم چې ناڅاپه د اوښانو وږم راباندې خور شي\" او لدې سره مېلمه پړينګ په ژړا شو . (۱)
٭٭٭
زما د کور خواته هر کال په پسرلي کې او بيا په مني کې سرکس جوړېږي . سرکس والا د نورو ډېرو شيانو لکه د افغانستان د لويې جرګې يوه خېمه ، څراغونه، ټرکونه ، خلک او ددې په خوا کې يو شمېر ژوندي څاروي او ځناور د لوبولو لپاره د ځانه سره راولي . زه چې کله په دغه موده کې لدې لارې تېرېږم نو د څارويو وږم خورا خوږ راباندې ولګي او کله کله بيا نږدې ورشم سره لدې چې دغه څاروي په غټو غټو ټرکونو کې ځای په ځای شوي وي خو چې نږدې ورشي وږم يې نور هم رسا لګي .
هغه بله ورځ نه پوهيږم چې په څه باندې مې زړه له مخکې هم يو څه راډک وو که ګورم چې په همدغه لاره رابرابر شوم دلته د څارويو په وږم او ليدو نور هم دماشومتوب او وطن يادونو په غېږ کې ټينګ کړم نو خدای شته لکه د روهي صاحب هغه مېلمه ومې ژړل . ما ژړل او د ټرک له يوې نيمکښې دروازې مې سر د څارويو وږم او ليدو ته وردننه کړی وو که ګورم چې د سرکس والا وو همدا د څاروو ساتونکی راغی ده روسي – موسي پولنډي کومه ژبه ويله او ما خپله ماته ګوډه ډنمارکي – انګليسي ډېره پرې وازمايله خو سر مو سره خلاص نه شو . دی ماته وايي چې زه ولې ژاړم او زه ده ته دا خبره په اشارو سره تشريح کوم چې کله زه دومره (په لاس د ماشوم قد ورته ښييم) کوچنی وم نو ما به څاروي پوول نو اوس يې دا ځکه د کلونو تر شا وږم او ليدنه کتنه خواږه راباندې لګي . خو دده هيڅ سر نه خلاصيږي په اشارو اشارو کې خبره دې ته راورسېده چې زما په ګومان دی ګوندې داسې پوه شو چې زه په ماشومتوب کې څاروی وم بله لاره رانه ورکه شوه دې ته راغلم چي ځان ورته کاوبای cowboyکړم . چې د کاو بای خبره شوه نو د سړي دا خيال شو چې زه ګوندې په رښتيا امريکايي فلمي کاوبای يم د واره راغاړي ووت . ده ټينګ په غېږ کې نيولی يم او زه لګيا يم په پښتو کې کنځلې ورته کوم د سپي بچيه ، د کمونيست بچيه چې د امريکايي او کاوبای خبره وه نو بس غاړې راکوې په پلار دې لعنت شه بې احساسه .