ټول له یو درد دردېږو

ټول افغانان یو ډول له یو درد دردېږو او وایو، چې افغانستان راباندې ګران دی، ولې له دې درد څخه ځان نه ژغورو، که چېرته د هېواد په شمال، جنوب، شرق، غرب کې ځوانان په ملي اجماع او وطني روحیه راپورته شو، له هر ډول قومي، سمتي، ژبني، تعصب تېر شو د هېواد د بهبود لپاره لاس سره یو کړو، د یو سم فکر لاندې خپل هېواد ته چې یو ډول ترې دردېږو نجات ورکړو، شونې ده، بیا موږ سیاست، اقتصاد ، ډیورنډ کرښه ګټلې او د نړۍ هېوادونو سره سیال کېدلاي شو نه داسې چې ته هلته فریاد کوې زه دلته! ته هم په دې هېواد دردېږې زه هم، ته هم د همدې هېواد له لوږې رنځ وړې زه هم، ته هم د همدې هیواد له بې علمۍ تر پوزې یې زه هم، ته هم د سمسور او اباد افغانستان ارمان لرې زه هم نو ارمان مو یو درد مو یو مونږ څه خدای وهلي یو چې نه شو یو کیدلی شرم دی په خدای چې د خپل هیواد ارزښتونه نه شو ساتلی، د ځوانانو لپاره یو قوي کمونیکشن ته ضرورت دی چې د هیواد لپاره یوه نجات موندونکي پایله په لاس ولري، ځوانان دې د یوه تیر بې نتجې ګوند تر تاثیر لاندې هم نه راځي په خپلو کې د سره صلاح شي او یو نوی په باور رښتینوالۍ ولاړ حرکت د رامنځته کړي، ترڅو هیواد مو د فریبکاره، غدارو سیاسونو له پروژایي مدیریت څخه تر وقعي رهبریت لاندې کړی وي، دا وطن به ټول عمر د دا ډول خوړونکو مشرانو تر انحصار لاندې نه وي دا ولس او خاوره د دوی له دا ډول ظلم او استبداد څخه ژغورل غواړي خو قوت مو په يوالي کې دی، دلته باید نوي حقیقې حرکتونه رامنځته شي تر څو د سیاست له زوال څخه ژغورل شوي وو او یوه حقیقي ولسواکي مو رامنځته کړې وي، ولې لاس تر زنې ناست یو، که چېرته په حقیقي ډول زمونږ مشرانو دا هېواد جوړولی نو دا څلوېښت کاله به یې دا لوبه نه راسره کولی، افغانستان یې پرادیو ښامارانو ته لاس کې ورکړی دی، یو څه پیسې دي چې دوی پرې مست دي، کنه ۱۷۳مېلیارده مرسته شوې پیسې چېرته لاړې ولې تر اوسه د کابل کوڅې هم پخې نه دي د ولایاتو خو پرځای پرېږده! . که په دا هېواد مو زړه بدیږي ځوانانو له هر ډول تبعیض تېر شئ او د هېواد ژغورنې په لور حرکت وکړئ ترڅو له هغه درد څخه خلاص شو چې ټول ترې یو ډول دردیږو!