په کال کې د ۵۰ زرو کاروبار  ۸۰۰ میلیونو ته ورسېد!؟

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش،تلې۱۸مه) د هند خبري وېب پاڼې دي وایر ادعا کړې، چې د دغه هېواد د واکمن ګوند د یوه مهم مشر او د لومړي وزیر نرېندر مودي د نږدې ملګري امیت شاه د زوی جي امیت شاه د کمپنۍ کاروبار له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۵ کال پنځوس زره روپۍ و، خو په ۲۰۱۵ کې اتیا کروړه یا ۸۰۰ میلیونو روپیو ته ورسېد.
ښکاره ده، چې په دغه کال کې نرېندر مودي د هند لومړی وزیر شو.
هلته د حکومت او شرکتونو د یووالي خلاف د راپور ورکولو هڅه کوي او د هغوی خلاف د میلیونونو روپیو د عزت سپکاوي دعوه کېږي.
خو بل خوا هڅه دا ده چې خبریالان او رسنۍ په خبرداري او اختارونو سره خاموش کړل شي.