محمد اشرف غني

زوکړه: محمد اشرف غني احمد زی د ښاغلي شاه جهان احمدزي زوی. په ۱۳۲۸ لمريز کال، د غوايي د مياشتې په ۲۹ نېټه په لوګر ولايت کې زېږېدلی دی. نوموړي د خپل وړکتوب دوره په خپل پلارني ټاټوبي لوګر ولايت کې تېره کړه او ورسته بيا کابل ولايت ته کډه شو.
زده کړې: محمد اشرف غني د ښوونځۍ د لومړنۍ دورې زده کړې په استقلال، او د لېسې دورې زده کړې يې، د حبيبيه په عالي لېسه کې په کابل ولايت کې بشپړې کړې.
د ښوونځۍ له زد ه کړو ورسته نوموړي د ليسانس دورې زده کړې د شپږو مياشتو لپاره په کابل پوهنتون کې او وورسته يې د سياسي علومو په برخه کې په ليبنان کې د بيروت په امريکايي پوهنتون کې ترسره کړې. په سياسي علومو کې يې له ياد پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ. همدارنګه يې په نړيوالو اړيکو او انسان پېژنده کې د امريکا له کولمبيا پوهنتون څخه ماسټري لاس ته راوړه.
ښاغلي غني د امريکا په کولمبيا پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې دوکتورا هم تر لاسه کړه.
د امريکا له سکرانټن پوهنتون او د کاناډا له ګليف پوهنتونو څخه يې افتخاري دوکتوراوې هم لاس ته راوړوي دي. له پورته زده کړو سربېره يې د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې يې د يو کال لپاره د نبوي سيرت زده کړې هم تر سره کړي دي.
دندې:
۱- د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځۍ د بشري علومو د ډېپارټېمنټ استاد.
۲- د ډنمار ک په آروس پوهنتون کې د يوې کمې مودې لپاره استاد.
۳- د يو کال لپاره د امريکا په بکلي پوهنتون کې استاد.
۴- د اتو کلنو لپاره د امريکا متحده ايالاتو په نوموتي پوهنتون جانز هوپکنز کې استاد.
۵- د پالېسۍ او سټراټېژۍ په برخه کې په نړيوال بانک کې د لسو کلنو په موده کې اغېزناکه دنده.
۶- په چين، هندوستان او روسیې کې يې، د پنځو کالنو لپاره د لويو پروژو او اقتصادي سمونو لپاره په پوره اغيز سره کار کړی.
۷- د طالبانو حکومت له ړنګېدو ورسته هېواد ته راغی، او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د لوی سلاکار په توکه يې دنده تر سره کړه.
۸- د جرمني د بُن کنفرانس فعال ګډونوال وو، او په لنډ مهاله اداره کې يې د حکومت د ستر سلاکار په توګه يې دنده درلوده.
۹- په بيړنۍ لويه جرګه او همدارنګه د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې مهم رول درلود.
۱۰- په ۱۳۸۱ کال کې د ماليې وزير وټاکل شو او په ياد وزارت کې يې بنسټيزې کړنې ترسره کړې. د ياد وزارت ادراه يې په کمپيوټري سېسټم برابره او نوي بانک ڼوتونه (پيسې) چاپ او بازار ته يې وړاندې کړې. په د ۱۳۸۲ لمريز کال کې د آسيايي هېوادونو له خوا د غوره ماليې وزير په توګه وپېژندل شو. نوموړي دخپلو غوره کړنو پر بنسټ، د حامد کرزي له خوا د سيد جمال الدين افغان په عالي دولتي مډال ونازول شو.
۱۱- په د ۱۳۸۳ لمريز کال کې، د ښاغلي محمد اشرف غني په نوښت په هېواد کې د ملي پيوستون پروګرام منځ ته راغی او د هېواد تر لرو کليو او بنډو ورسېد.
۱۲- په ۱۳۸۳ لمريز کال د ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د کابل پوهنتون مشر (رئيس) وټاکل شو.
۱۳- په د ۱۳۸۹ لمريز کال کې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته د واک د لېږد، د پروسې مسول وو.
۱۴- په د ۱۳۹۲ لمريز کال کې د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو نوماند شو. او د ټولټاکنو په دويم پړاو کې د اکثريت رايو په اخېستل سره د افغانستان منتخب ولسمشر وټاکل شو.
د نوموړي د ولسمشرۍ په دوره کې مهمې سیاسي، اقصادي او نورې لاس ته راوړنې او د نړيوال توجه د يادونې وړ ده. د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګل البدين حکمتيار چې د امريکا له راتګ څخه بيا تر ۱۳۹۶ لمريز کال پوري د افغان حکومت وسلوال مخالف لوري وو، د محمد اشرف غني په هلو ځلو د سولې له پروسې سره يو ځای او له اوږدې جلاوطنۍ ورسته هېواد ته راستون شو.
د پاکستان د دوه مخې سياست په اړه ولسمشر په نړيوالو ډېر فشارونه راوستل تر څو پاکستان د افغانستان په اړه خپله دوه مخي پالېسي بدله او د يو رښتني ګاونډي په توګه په سيمه او افغانستان کې د سولې او امنيت همکار پاتې شي.
محمد اشرف غني د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ او په پښو درېدنې لپاره، په کورني اقتصاد تمرکز وکړ او له پاکستان پرته يې د ګاونډیو او په سيمه کې له نورو هېوادونو سره اقتصادي تړونونه لاسليک او د راکړې ورکړې لارې يې پرانستې.
نوموړي يو ځل بيا د نړيوالو پام د افغانستان په لور را ټينګ کړ او په ډېرو نړيوالو راټولېدنو کې يې، د افغانستان لپاره مرستې را ونېولې.
محمد اشرف غني په هلو ځلو د امريکا د ولسمشر ټرمپ نوي سټراټېژي د افغانستان لپاره په ګټه او په پاکستان فشار دی، تر څو په رښتني ډول د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي او په سيمه کې د امنيت همکار ووسي.
په نېږدې تېر کې، په کابل کې د لوړپوړو چارواکو (سام) په راټولېدنه د ښاغلي غني، د ادارې فساد پر وړاندې، سولې، مالي ثبات او اقتصادي لاس ته راړنې، د ملګرو ملتونو د استازي او د امريکا متحده ايالاتو سفير له خوا وستايل شوې.