د شانګهای سازمان غړي هېوادونه سبا په مسکو کې غونډه لري

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ  ش،تلې ۱۸مه) ویل شوي، چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ناسته به سبا چهارشنبه ورځ په مسکو کې تر سره شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د شانګهای سازمان په سبانۍ غونډه کې افغانستان یې د اجنډا په سر کې ځای لري.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي چې په دغه ناسته کې به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ، يو پلاوی ګډون کوي.
د ښاغلي مستغني په وینا، چې د شانګهای په سازمان کې د افغانستان بشپړغړیتوب، له ترورېزم سره مبارزه، د افغانستان د امنیت او د اقتصاد په برخه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو همکاري، د دې ناستې د بحث مهم موضوعات دي.
هیله ښودل کېږي، چې شانګهای غړي هېوادونه به له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرستې وړکړي.