
روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د شمالي کوريا هکرانو يا انټرنېټي غلو هغه د سيسه او پلان غلا او رسوا کړ چې، د ياد هېواد پر وړاندې، د امريکا متحده ايالاتو او سويلي کوريا له خوا برابر شوی وو.
راپورنه وايي چې د شمالي کوريا هکرانو په لوی شمېر سندونه لاس ته راوړي دي په کوم کې چې، د کيم جونګ اون د ترور يا وژل کېدو اسناد هم شامل دي.
د سويلي کوریا يو تن قانون جوړونکي (رای چول هي) ويلي چې، کابو د ۲۳۵ جې بي (GB 253) په اندازه سندونه د سويلي کوريا له دفاع وزارت څخه غلا شوي دي. په دغه سندونو کې د شمالي امريکا پر وړاندې، د امريکا او سويلي کوريا د احتمالي جګړې خبرې هم ذکر شوې دي. خو د سويلي کوريا حکومت دغه ټولې خبرې رد کړي دي.