په شمالي کیلیفورنیا اورلګېدنې ۱۰ تنه وژلي، ۱۰۰ ټپيان او ۲۰۰۰۰ نور، خوندي سيمو ته لېږل شوي دي

روهي (څلورنۍ/ ۱۸ د تلې)، د سي اِن اِن د راپور پر بنسټ د امريکا متحده ایالاتو په شمالي کیلیفورنیا کې د سختې اورلګېدنې له امله ۱۰ کسان وژل شوي، د ۱۰۰ په شاوخوا کې ټپيان،  شل زره کسان نورو خوندي سيمو ته استول شوي او کابو ۱۵۰۰ کورونه، هټۍ او په ښار کې يو شمېر نورې ودانۍ او هوټلونه هم سوځېدلي دي.
اور لګېدنه د روانې مياشتې په ۹ مه، تېره شپه پیل شوي ده.
د شمالي کیلیفورنیا چارواکي هڅه کوي چې د اور له سېمو څخه خلک خوندي سيمو ته ولېږدوي او د اور محنيوي وکړي.
خو د اورلګېدنۍ دغه توپان په بېړې سره د شمالي کیلیفورنیا ګاونډيو سيمو ته ړروان دی.