باب کروکر وايي: سپینه ماڼۍ د ډېر عمره ماشومانو په زانګو بدله شوې ده، دا حالت به امريکا له درېيمې نړيوالې جګړې سره مخ کړي

روهي (څلورنۍ/۱۸ د تلې)، د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر باب کروکر، ترمنځ ننداريو زرو اخېستي او يو بل ته په ټوېټر له نېوکو ډک ټیوټونه کوي.
باب کروکر پرون په خپل ټوېټر ليکلي وو، "ټرمپ داسې ولسمشر دی چې څارنې ته اړتيا لري او دا دې شرم خبره ده چې، سپینه ماڼۍ د ډېر عمره ماشومانو په زانګو بدله شوې ده."
د امريکا د مشرانو جرګې ياد غړی، د ولسمشر ټرمپ په کړو وړو اندېښمن دی او نوموړی فکر کوي چې، په شمالي کوريا د ولسمشر ټرمپ لفظي نېوکې او حملې به، امريکا د درېيم نړيوال جنګ په لور بوځي.
بل خوا ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې، باب کروکر ورڅخه غوښتنه کړي وه چې د ۲۰۱۸ زېږديز کال د مشرانو جرګې په ټاکنو کې يې ملاتړ وکړي. خو ولسمشر له يادې غوښتنې په شا شو. د راپورنو پر بنسټ باب کروکر په سپينه ماڼۍ کې د بهرنيو چارو له وزير رېکس ټېلرسن سره ښې اړېکې لري خو د نوموړي او ولسمشر ټرمپ ترمنځ اړيکې خړې او جنجالي دي.
د ياونې وړ ده چې ډونلډ ټرمپ او باب کروکر دواړه د جمهوريت غوښتونکو ګوند، ګوندي ملګري دي.