
روهي (درېنۍ / ۱۷ د تلې)، د جرمني لومړۍ وزېرې
انګېلا مېرکل درې مياشتې ورسته له خپلې هغه پرېکړې شاته شوه چې ويلي وو، "جرمني ته ختا يو راتلونکی کډوال هم ما ته د قبول وړ ندی."
نوموړې دغه څرګندونې د روان کال د جولای په مياشت کې کړې وې.
نن ورځ په يو خبرې کنفرانس آغلي مېر کل وويل، "جرمني به هر کال دوه سوه زرو کډوالو ته هرکلی وايی او مونږ به هڅه وکړو چې د ۲۰۱۵ کال پېښې بياځلې رانشي. اروپا او جرمني ته به د راتلونکو کډوالو د راتګ لپاره پلان ولرو خو هر کال به د ۲۰۰۰۰۰ کډوال ومنو چې جرمني ته راشي."
په جرمني کې د محافظه کار عيسوي ټولنيز ګوند او د آغلي مېرکل د ډېموکراټ ګوند له خوا، له مودو راهېسې د ګدوالو په راتګ او په نورو سياسي مسایلو يې سره نندرۍ درلودي خو نن ورځ دواړه ګوندونه د کډوالو په راتګ هوکړې ته سره ورسېدل.