د پاکستان اوسېدونکي ۱۷ کلن محمد شیر نيازي په ساينس کې نوي اختراع کړي

روهي (درېنۍ/۱۷ د تلې)، محمد شير نیازی چې ۱۷ کاله عمر لري له وړاندې هم د يو ساينس پوه په توګه پېژندل کيږي. نوموړي په خپلو ورستيو هڅو کې، د شاتو مچيو برېښنايزه خونه (Electronic Honeycomb) منځ ته راوړو.
د شاتو مچيو برېښنايزه خونه (Electronic Honeycomb) هغه وخت منځ ته راځي چې کله په يوه برېښنايي ساحه کې، د څوکه لرونکو او سمو (هموارو) الیکروډونو په منځ کې د غواړيو قشر جوړ کړو. د ايونونو د بې ثباتي په پايله کې په غوړ قشر فشار راځي، چې ورسته په غوړ قشر کې يوه ښايسته نمونه لکه د شاتو مچيو خونه منځ ته راځي او دې ته (Electronic Honeycomb) وايي.
ښاغلي نيازي د هغې برخه انځور اخيستی چې ایونونه په غوړ قشر فشار راوړې او د ایونونو د بې ثباتې په وجه د شاتو مچيو ځالې ته ورته نمونه جوړيږي چې دا کړنه تر اوسه چا نه وه تر سره کړي.
نوموړي پر دغه اختراع کابو يو کال کار کړی او ورسته يې مثبته پايله لاس ته راوړي ده.