
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ شو، تلې ۱۷مه) ویل شوي، چې د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ډینګي تبه خپره شوې ده.
د روغتیا د صوبایي ادارې په وینا، په خیبر پښتونخوا کې له تېرې نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د دغې مرګوني تبې له امله، د مړو شمېر۵۰ ته رسېدلی دی.
د دغې ادارې له خوا ازادي راډیو ته په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې د مړو شمېر د یکشنبې په ورځ هغه وخت ۵۰ ته ورسېد چې د پېښور په ځینو روغتونونو کې ۲ نورو ناروغانو د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې تر خیبر پښتونخوا مخکې دغې ناروغي، تېر کال په پنجاب کې خپره شوې وه چې لسګونه کسان یې وژلي او زرګونه نور یې اغېږمن کړي وو.