شمالي کوريا خپل اټومي پرګرام ته، د (قوي تورې) نوم ورکړ

روهي (دوه نۍ/ ۱۶ د تلې)، د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون پرون د اونۍ د ورستۍ ورځې په وينا کې چې د خپل واکمن ګوند مرکزي کمېټې ته يې کوله، له خپل اټومي پروګرام څخه دفاع وکړه. د شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، کيم جونګ اون ياد پروګرام او اټومي وسلې د (قوي تورې) په نوم يادې کړې، ترڅو د شمالي کوريا خپلواکي وساتي.
د شمالي کوريا د مشر له وينا څو ګړۍ ورسته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ غبرګون ښودلی او په خپل ټوېټر داسې ولېکل: "زما وسله بيا (ځواکمن مخنیوی) دی، تر څو د کوريا په ټاپوزمه کې د خلکو لپاره سوله وساتم.)
کيم جونګ اون وړاندې زياته کړه، "اټومي توغندي زمونږ لپاره يوه ارزښتناکه پانګه ده، کومه چې د شمالي کوريا د خلکو په سختو خواريو لاس ته راغلي ده، ترڅو د خپل هېواد له سرنوشت او ملي حاکميت څخه د امپريالېزم او امريکا د اټومي ګواښونو پر وړاندې دفاع وکړو."
کيم جونګ اون خپله ۲۸ کلنه خور هم پرون د واکمن ګوند د مرکزي کمېتي غړي وټاکله.