حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن (۶۳کښت)

پوهنمل محمود نظری
په یوه مېمستیا کې د کشمیر حاکم ظفر خان سره میرزا محمد علی صائب او ابو طالب کلیم چې د هندي سبک لوی شاعران ول ناست وه
ظفر خان هغو د هغو وغوښتل:
له غاښه د ټپي شوې شوڼدې په هکله شعر ووایاست
کلیم سمدلاسه وویل
زخم دندان خوبتر کرد آن لب پر خنده را
قیمت آری بیش می باشد عقیق کنده را
د غاښو ټپ ډیره کړه د خندنۍ ښونډې ښکلا
بلې د پرې شوی عقیق بیه ډیره وي بر الا
د مېلمستیا ناستو خلکو په هغه آفرین ووایه
صائب دا بیت ووایه:
باشد بلیس نشان دندان
نقشی که بمدعا نشیند
د غاښ نښه جفا وی
چې یې ټپ په مدعا وی
د مېلمستیا ناستو خلکو پر هغه هم آفرین ووایه
کلیم د خلکو له ولولو څخه غمجن شو او په غوسه یي و ویل:
پیش آن جوهریانی که درین بازارند
قیمت رشته فزون تر بود از گوهر ما
هغه جوهر پلورنکی چي شته په دې بازار
د ګوهر د تار بیه ورته ډیره ده زما تر ګوهره
میرزا صائب هم په غوسه د هغه په ځواب کې وویل
تیره روزی بین که میخواهد کلیم بیزبان
پیش شمع طور اظهار زباندانی کند
مکاري ووینه چې غواړي بې ژبې کلیم
چی د طور اور ته فصاحت بیانوي
کلیم خپل خنجر ته لاس یوړو صایب هم ځان جنګ ته تیار کړ .
ظفر وویل
دا د شعرونه د ویلو ځای دی نه د شخړې. بیا یې دواړه سره پخلا کړه
***
حضرت عمر فاروق( رض) د حمص والی عمید بن سعد ته لیک ولېږي چې په کښې لیکلي وه: اې عمیده ژر راشه!
څو ورځي وروسته یې عمید ولید چې یوه کاسه او یوه توکړۍ یې پر شا تړلې ،لکړه او ګډوه په لاس دده خواته رهي دی
خلیفه ترې وپوښتل:
زما په بلنه راغلې که دی هغه ځای خوښ نه شو؟
عمید ځواب ورکړ:
اې عمره! مګر ته خدای (ج) پر مؤمنانو له شک څخه نه يي منع کړی ، ما ټوله دنیا په جیب کې اچولې تا ته راغلی یم
حضرت فاروق ( رض ) وپوښتل:
څومره شته لرې ؟
وا لي ځواب ورکړ:
یوه لکړه لرم په هغه تکیه او له دښمنه دفاع کوم، یو کاسه لرم په هغه کې اوبه او ډوډۍ خورم یوه ټوکرۍ لرم، چې خواړه مې په کې اچوم او یوه ګډوه چې اودس په تازه کوم.
حضرت عمر ترې وپوښتل:
هلته دی څرنګه کار کوې؟
هغه ځواب ورکړ
له مالدارو زکات اخلم او دمجرمانو جزیه او هغه په خوارانو او ګدایانو وېشم په خدای قسم څه پاته نشوه چې له ځان سره مې راوړي وای
. حضرت عمر ( رض ) ورته وویل:
بیرته ولاړ شه او خپل ماموریت ته لکه پخوا دوام ورکړه
***
شیخ ابو سعید ابی الخیر (۳۵۷- ۴۴۰ ) یو مشهور خراساني عارف وو هغه طوس ته ولاړ. خلکو له هغه وغوښتل هغوی ته وعظ وکړي .
وعظ ته ډیر خلک راغلل دناسي ځای نه وو خلک بهرولاړ وه د تلاوت وروسته یو سړی پورته شو او به لوړ ږغ يي وویل :
خدای دی هغه څوک وبښي چې هر چیري وي یو ګام مخی ته ولاړشي
شیخ پورته شو او په وعظ یې پيل کړ:
وصفی الله علی محمد و آله اجمعین ، په ویلو يي لاس یې پر مخ تیر کړ او دعا يي وکړه:
هر څه چې زه غواړم ووایم او هرڅه چې ټولو پيغامبرانو ویلي دي، نچوړ او پاېله يې دې سړې وویل یاني خدای دی هغه څوک وبښي چې هر چیرې وي یو ګام مخي ته ولاړشي
هغه ددی جملې له ویلو وروسته وعظ پای ته ورسوی اوپه دغه يي اکتفا وکړه
***

***
ابوالحسن شهید بن حسین بلخی ( مړینه ۳۲۸ )د خراسانی نامتو شاعر او حکیم وو یوه ورځ په کور کې ناست مطالعه یې کوله چې د ښار یود فضل او پوهې خالي لوړ پوړی چارواکی د هغه لیدو ته ورغی او هغه ته يي په خوشالی وویل:
واه واه څه ښه چې زه راغلم کنه د یوازیتوب به ستړی شوی وای!
شهید ورته وویل:
ډیر وبښه ته اشتباه کوی زه یوازې نه وم لکه کتاب ملګری مي درلود تاسو دهغه دصحبت مزاحم شوی، اوس چې ته راغلې یوازې شوم ځکه ستا له خبرو څخه کومه معنوی ګټه اخیستلی نشم
هغه ته يي دا شعر ووایه
دانش و خواسته است نرگس و گل
که بیکجای نشگفند بهم
هر کرا دانش است خواسته نیست
وانکه را خواسته است دانش کم
پوه او شته دي نرګس او ګل
نه غوړیږي دواړه په یو مو سم
هر څوک چې پوه لري نلري شته
او د هغه چې شته لری پوه يې ده کم
هغه يې اړ کړ چې ولاړ شي او هغه یوازې پریږدي
***
د سلطان محمود وزیر د شمس الدین ابوالنجیب په هکله وایي:
هغه بلکل د نفساني کمالاتو خالي یو سړی دي. یو ورځ یې کمال الدین ابوشجاع زنجانی ته چې له بغداده د عجم عراق ته راغی وو وپوښتل
لکه چې د جعد د لاری راغلی يې؟
کمال الدین ځواب ورکړ :
صاحبه ! جاده باید واياست نه جعده!
شمس الدین بیا وپوښتل:
رښتیا وایې ما غلط وویل: جعده هغه ده چې غښې په هغه کې ايږدي
کمال الدین ورته وویل :
صاحبه !هغه جعبه ده چې غښې په هغه کې ایږدي
دا باسواده ډیر وخت وزیر پاته شوی دی
***
په یو ه غونډه کې د اصفهان حاکم علاءالدوله کاکویه د وییونو ( لغتونو« په هکله بحث کوی هلته شیخ الرئیس ابن سینا هم وو هغه هم په دې هکله خپل نظر ورکړ
ابو منصور حیان چي په لغاتونو کې يې ښه مالومات درلوده ابن سینا ته وویل:
ستا په حکمت او فطانت کې هیڅ خبره کولی نشم مګر تاسو په دې باره کې زده کړه او څېړنه نه ده کړې
ابن سینا خپه شو او د لغتونو په زده کړې يي پيل وکړ او ځان يي ښه ورسوی بیا يي درې بوللی په پردیو سختو لغاتو ولیکلې
هغه يي په زړو کاغذو چاپ او پوښ کړه ، داسې ښکاریده چې هغه یو پخوانی کتاب وي بیا يي هغه امیر علاءالدوله کاتب ته یووړه او له هغه څخه وغوښتل چې کله ابو منصور راشي دا بوللې دې هغه ته وښیي کله چې ابومنصور د علاءالدوله دربار ته ورغی هغه دا بوللې ابو منصور ته وښودلې
یو ګړی وروسته ابن سینا هم راغی او په مباحثي کې يې ګډون وکړ اود بوللې هر لغت چې به منصور ته مشکل وو ابن سینا به هغه شرح کړ او ویل يي دا لغت د فلانی کتاب په فلانی چپرکي کې شته
ابومنصور پوه شو چې دا بوللې د ابن سینا دی نو له هغه يې عذر وغوښت
***
ابو علقمهء نمیری واسطی نحوی یو مشهور لغت پوه عالم وو یو ورځ د بصری به ښار کې بې سده شو خلک په هغه راټول شوه هغو سوچ کاوه مرض خرابکړی دی چایې اوږې او لاسونه موښل او چا يي هم په غوږو کې اذان کاوه
هغه چې په خود شو چارچاپیرو خلکو ته يي په غوسه وویل
مالکم تکاء کآتم علی کنا کونکم علی ذی جنة افر نقعو اغنی.
څه خبره ده لکه چې په کوم لیوني راټول شوی یاست لیری شئ
یو د حاضرینو لکه نور و چې « تکآ،کؤ،افر،نفاع» په مانا نه پوهیدل یو بل
ته ویل:
هغه ټینګ ونیسی د هغه پيرۍ په هندی ژبه خبرې کوي
***
ابو سلیمان ظاهری له داود بن علی بن خلف اصفهاني (مړینه ۲۷۰) څخه حکایت کوي:« چې یو ورځ ابو یعقوب شریطی بصری زموږ مجلس ته راغی بېله بلنې د مجلس په سر کې کیناست
زه د هغه دی کار ډیر په غوسه کړم و مې غوښتل هغه حاضرینو ته خجل کړم نو له هغه څخه مې وپوښتل:
د حجامت به اړه په څه پوهیږې؟
هغه په دو زنګونو کیناست حدیث افطرالحجام و المحجوم يې شرح کړ او هغو د راویانو نومونه يي واخیستل او بیا يي د هغو پوهانو یادونه وکړه چې په دې اړه یې خبرې کړي ، بیا يي د حضرت نبی اکرم صلی الله علیه و آله و سلم ډول ډول حدیثونه بیان کړه بیا يي صحیحه حدیثونه بیان کړه،بیا یې ضعیفه حدیثونه بیان کړه بیا یي د نورو مذاهب روایتونه بیان کړه بیا یې د اهل طب خبري وکړې بیا يي وویل: لومړی خلکو چې دا کار یې پيل کړ د اصفهان خلک وه په دې خبرو یې زه ډیر توهین کړم
زه له خپلي پوښتنې پښيمانه شوم
او قسم می وخوړ چې بیا څوک توهین نه کړم»