
روهي (دوه نۍ/ ۱۶ د تلې)، د روسې په مختلفو ښارونو کې د تېر ماښام راهيسې لاريونونه او اعتراضيه غونډې کيږي. پرون د ولسمشر ولادمېر پوتين د زوکړې ۶۵ کليزه وه. د نوموړي د کليزې سره هماهله د روسې په ګڼو ښارونو کې د اپوزېسیون په ملاتړ، چې مشري زنداني الیکسي نوالنې کوي لاريونونه تر سره شوي دي. د لاريونو په ترڅ کې د روسې له ځينو ښارونو څخه د اخ او آډب خبرونه هم خپاره شوي دي. لاريون کوونکي له ولسمشر پوتين غواړي چې د ۲۰۱۸ کال په ټول ټاکلنو کې دې د اپوزېسيون مشر اليکسي نوالني ته د نوماندۍ حق ورکړل شي، خو د روسې حکومت نوموړی د قانون څخه په سرغړونې تورن کړی، او د ۲۱۰۸ کال له ټول ټاکنو يې پاتې کړی. د اپوزېسيون مشر په مسکو کې يې د يوې اعتراضيه غونډې په جريان کې يې څه وخت وړاندې ونېول شو، نوموړی اوس په زندان کې دی.
د روسې په سینټ پېټرزبرګ ښار کې، د ۳۰۰۰ شاوخوا خلکو په لاريون کې برخه اخيستي واه او د (الیکسي نوالنې ۲۰۱۸) تر نوم لاندې شعارونه ورسره وو.
په لاريونو کې د الیکسي نوالنې له ۲۰۰ څخه زيات ملاتړي نېول شوي دي.