په زړه مـــې ځکه اور بليږې مازديګر چـــــې راشي
ماته می ښکلې خوست ياديږې مازديګرچې راشي
چار چاپيرغــرونه څنارونه او ګــور ګورې دخوست
په زړه مې هر وخت راوريږي مازديګر چې راشي
تک شين متون ښکلی سپرلی ښکلی جانان مې راته
مدام په سترګو کې غړيږې مازديګر چې راشي
که دا پردی وطن جنت شي او کوثر شي مــــا ته
کلی کور کله مې هير يږې مازديګر چې راشي
هغه وصال هغه خندا ټول مينه مينه جانان
ورپسی اوښکې می بهيږې مازديګر چې راشي
هغـــــه ګلاب ګلاب ځوانان هغه اختر او ميلې
چې کړم راياد زړه مې خوږيږې مازديګر چې راشي
نوره می څه پوښتې چې څنګه دی سفر خوستيا
بس قيامتونه دي تيريږې مازديګر چې راشي
سيد کريم خوستی
وروستي