د بس او رېل د ټکر له امله په روسيه کې ۱۶ نفر ووژل شول

روهي (يونۍ/ ۱۵ د تلې)، د روسې په پوکوف ښار کې نن ورځ د يو بس موټر او رېل دې ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول. پېښه سهار وختي هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله يو بس موټر د رېل کرښې ته ور دننه شو.
ياده پېښه کې يواځې په بس موټر کې تلوونکي مسافر وژل شوي دي. د رېل مسافرو ته کومه مرګ او ژوبله نه ده اوښتي.
له دې وړاندې هم، د همدې کال د اګست په مياشت کې ۱۷ نفر هغه وخت په روسيه کې ووژل چې کله يو بس موټر له سړک بهر او تورې بحرې ته ولويد.