ونیول شو خو په عزت خلاص شو!؟

یاره دا زه بې سواد یم که سواد نه شته او قحط الرجال دی؟
یاره دې وطن کې به د قانون حاکمیت او ښه دولتداري به کله راځي ؟
دا خپله راځي که څوک به یې راولي؟
ښکاري چې اشخاص دلته د قانون پر ځای د یو چا پر میخ الوزي او نازیږي.
د جلال آباد د بهسودو د پله د اعمار مسئله کې چې یو کس په لاس سمنت توګه له پله له شګو سره توګل او ښکاره تقاب او د کار کوالیته د منلو نه وه او قرار دادي ونیول شو او خوشې شو او ... وامو اوریدل او ومو لوستل: پُل جوړ او بهره برداري ته سپارل شوی خو لا تر اوسه څوک تسلیم شوای نه دی. آفرین په والی صیب! ودې لیدل د اتمر صیب زور؟ ودې لیدل بې ځایه مداخله؟ ودې لیدل څنګه خوشې شړ؟ ودې لیل څنګه د بې ګناه شخص عکس یې د محرم په توګه نشر کړ؟ هتک د حرمت او ....
که د جلالاباد د بهسودو د پله قراردادي د والي په امر نیول شوای او د جناب اتمر په امر خوشې شوای او قضیه همدلته ختمه شوه نو پوه شه چې مونږ نه نظام لرو او نه قانونیي حاکمیت او نه د قانون حاکمیت او حالت مو بد دی. نور مال حالت کوم حالت دی او کله به راځي؟
نورمال حالت: اجرائيه قوه، حکومت د قانون د تنفیذ لپاره څارنوالي په اختیار کې لري. کشفي ارګانونه کشفي کار کوي او معلومات جمع او حکومت ته ورکوي. حکومتي اداره (والی او جمهور رئيس ) جریان د تخلف کې او ورځينې خبر دی د اجرااتو مرجع پولیس او څارنوالی ده. پولیس او څارنوالی عمل ونه کړ د خود ی او پارلمانی او ریاستی نظارت وجود لري او بې کفایته عدلی او کشفی ارګان مسوولیت ته را کاږي اما د عدالت تأمین کې کار نه لري. یعنې وااي صیب د عدم اجراات په صورت کې څارنوال محاکمې ته لیږي اما دا پولیس او څارنوان ده چې مشکوک او بیاهم متهم ته د اتهام ابلاغ په ٧٢ ساعتو كې کوي او یا د محکمې نه غواړي چې هغه متهم چې توقیف کې دی د توقیف تمدید بنابر دریو او یا یو د دریو دلایلو وکړي او یا اتهام او د توقیف د پاتې کیدو. سره سره قضیه ادامه پیدا کوي.
د توقیف دلایل کوم دي: ١/تکرار دجرم، ٢/فرار له عدالته او ٣/ پر شهودو تأثیر واردول.
محكه د څارنوالی د توقیف د تمدید دلایل اوري. یا دلایل مني او یا نه مني او یا متهم په ضمانت خوشې کوي. دا ضمانت په قانون کې مشخص شوای دی او لکه د کابل بانک قضیه کې د هند د سفارت د یو غړي په تضمین د میلیونو دالر له توقیفه خوشې کول مجاز نه دی. که تضمین یې ورکړ او عینه موده کې تحقیق تکمیل شو نو بیا اقامهء دعوی کیږي او یا قرار قضایی صادریږي چې قضیه بناپر کومو دلایلو وته. قاضی یا مواغق و یا مخالف او هر لورۍ د استیناف حق لري.
دا بحث ‌‌‌‌‌‌ډیر جزئيات لري. خو دشخص نیول کیدل او د متهم خوشې کیدل د اصل قضیې د تحقیق د تککیل او محکمې کې د هغې نهایی کول هغه خبرې او مسایل دي چې د قانون د حاکمیت نظام کې باد په جدي توګه مراعات شي او په نظر کې ونیول شي.
دا به كله راځي؟ دا به خپله راځي او ټولنه کې باید ټول سیاسي ستیج هغه ته متعهدوي او یا د بهرنیو په زور او ....دا هغه ځواب لري او د حل درستې لارې یې شته.
د قانون د حاکمیت په لور !