
Date: 01-04-2010
ليکوال:نجيب الله الوخېل
خوست دهېواد په سويل ختيزه حوزه کې مهم ولايت دی ،چې دتاريخ په اوږدوکې يې دټول هېواد په کچه پرسياسي ،امنيتي اوټولنيز ټيکاو اوبې ثباتي کې خپل اغيز او رول څرګند کړی دی .
نوموړی ولايت ،چې دپښتونخوا دقبايلي سيمو سره اوږده پوله لري ، ترلسو داسې فرعي لارې اوسړکونه لري،چې په عادي ډول لوی اوواړه موټرپرې عبور اومرور کولای شي.
نوموړې جغرافيې اواراضۍ دې ته زمينه مساعده کړې ،چې په ټوليز ډول خوست په ساده ګۍ کنټرول نه شي، اوپکې هر راز ورانکاره فعاليت په اسانه ترسره او عاملين يې هم ترډيره بريده ځانته دتيښتې لار ومومي.
دتيرو دريو لسيزو امنيتي بې ثباتيو څخه په عبرت افغان دولت اونړيوال ځواکونه خصوصاً امريکايي پوځيان دې معضلې ته ترهر چا زيات ښه متوجه دي او همداشان ددوی پاملرنه ددې لامل شوې ،چې په دې وړه سيمه کې دحکومتوالۍ يولوی نظام شتون ولري.
هغه ځانګړنه ،چې په اوسنيو نا انډوله امنيتي حالاتوکې يې خوست دنوروسيمو په پرتله لري اود حالاتو له قابوکيدو سره مرسته کولای شي ، هغه دنوموړې وړې سيمې د اوسيدونکو څه ناڅه روغ اقتصادي وضعيت او د باسواده قشرکافي کميت دی.
که چيرې په خصوصي بڼه خوست کې په شخصي لګښتونودښوونې اوروزنې بهير ته پاملرنه وشي ،نو دا سيمه به دهېواد دروښانه او دعلم په زيور د،اراسته سيمو په لوموړی ليکه کې راښکاره شي.
په خوست ښار اواطرافوکې دکمپيوټري زده کړو ، انګليسي ژبې ، ساينسي علومواو دکانکور داماده ګۍ په لسګونوکورسونه عملاً فعال دي ،چې ددې سيمې دمعارف پالنې بې سارې بيلګه بلل کيږي ، همداشان په لسګونورزمي اوورزشي کلپونوکې دزرګونو ورزشکارانوتمرينات ددې حقيقت ښکارندوی دي ،چې ددې سيمې ځوانان له مثبتو فعاليتونواوبوختياوو سره پوره مينه لري اودنشه يي موادو له کر او استعمال سره جوړ نه دي اوهغه دپښتومتل ،چې(( دلمدو خټو لږې اوبه دارو وي )) نوکچيرې دلته يوښه حکومتي نظام موجود وي اولږه ترلږه دخپلوشخصي ګټو اوخواهشاتو ترڅنګ يې ددې ملت راتلونکي ته هم څه ناڅه پاملرنه وي،خوست نه يوازې له امنيتي اوسياسي بحران څخه په اسانۍ راووځي ، بلکې يې دهېواد په کچه په اقتصادي لحاظ هم ديوې نمونې اومثالي جامعې بڼه خپلولای شي.
دخوست په وړه سيمه کې دشيخ زايد پوهنتون ، دميوند دلوړو زده کړو موسسې ،دحکيم تڼيوال طبي انسټيټوټ او دعبدالله خان تڼي عالي دا رالمعلمين شتون اوپه هغه کې دشاوخوا څلورو زرو محصلينو علمي اومسلکي زده کړې ددې ښکارندويي کوي ،چې په دې سيمه کې په ذهني اوفکري بڼه يوښه ظرفيت شتون لري.
همداشان مناسب اقليم اودطبيعت ښايست اوښکلا خوست دهرې سيمې خلک پرځان رامات کړي دي.
په اقتصادي بڼه هم خوست په هرلحاظ با ارزښته دی ،که له يوې خوا دخوست – غلام خان بندر دکراچۍ بندر ته دنورو لويولارو په پرتله ۴۵۰ کيلومتره پلازمينې ته په نږدې واټن کې دی ،بلې خوا ته به عربي هېوادونوکې ددې سيمې شاوخوا ديولکو مسافرينوشتون اوهلته ددوی کاروبار اودزيات شميرکسانوپراخې پانګې دخوست دچټکې پرمختيا اوانکشاف لپاره ښې اومناسبې زمينې دي.
په دې وروستيوکې ددوه نيم ميليونه امريکايي ډالرو په قيمت په خوست ښارکې دڅلورو بسوو په مساحت دڅلورپوړيزمارکيټ پيريدل داحقيقت په ډاګه کوي ،کچيرې خوست يوه کارا اومتعهده اداره ولري په ډيرې اسانۍ سره به خوست ښار ته له بهرڅخه يوازې دخوستيانوپه سلګونومليونه ډالره پانګه راجلب کړي ،چې ددې سيمې داقتصادي پرمختيا اوترڅنګ به يې دتجارت دودې اورونق لامل شي.
ديادو ظرفيتونوله شتوالي سره ،سره هغه څه ،چې په خوست کې تيريږي خواشينونکې اودتاثراوتاسف وړ دي، اته کاله وړاندې په خوست ښار کې اته بلند منزلونو ددومتره ځمکې په قيمت ،تش په نامه سوداګرو ته دمعاملې په ترڅ کې اوبې له دوطلبي ورکړل شوي دي ،خوکار يې نن هم نه دی بشپړشوی ،يوازې دځای داشغال په نيت دوکانونه پکې اباد شوي اوسوګيس پکې پلورل کيږي.
هيڅ داسې مرجع اوارګان نشته ،چې دبلند منزلونوله مالکينوپوښتنه وکړي ،چې سرمايي مو داوبوخوراک شه ،کچيرې په اتوکلونوباندې داسيمه ګدايګرو ته هم ورکړل شوې وای ، لس منزله اوچت بلډينګونه به يې پکې ابادوای.
خوست کې ،چې عادي يوه نمره زمکه هم تر ديرشولکو افغانيو زيات قيمت لري ، دحکومت په څرمن کې داقتصادي مافيا دغړو له خوا په کراتودنمرو پروژي نقشه شوې اونوموړې کړۍ په لسګونونمرې پلورلې دي ،چې له لارې يې هغه چاچې دکابل دټکسي دکرايي لپاره يې دخپل سرلنګۍ خرڅه کړې په لنډه موده کې ورځني سيټان جوړ شوي دي.
مرکزي حکومت يوځل هم دخپل اړوند والي څخه داپوښتنه نده کړې ،چې هرمياشت په يونيم ميليون افغانيو اپراتيفي پيسو يې څه (ټل) وهلی ، دوی دې اسنادوښي ،چې حتی يوکس ته يې يوه افغانۍ پدې نيت چې سبا ورځ به له نظام مادي اومعنوي حمايت وکړي خيرات ورکړی وي .
ايتلافي قواوو داشتهاراتو اواعلانونوپه نوم په لږه موده کې پيژندل شوي مفلسان په نوماندو پانګوالوباندې تبديل کړي دي.
ايتلافيانوچيرې هم پدې فکر ندی کړی، چې دوی يوبې خېره انسان ته په زر ګونوډالرپه مازې پلمه ورکوي خو دملي اردو ، پوليسو اويوبل ساتونکي د سر په بيه هر مياشت ۱۰۰-۲۰۰ ډالروپورې درامد نه لري.
دحکومتي ادارو دکاررسمي وختونه دسهار له نهو بجو څخه دورځې تريوولسو بجو رسيدلي اوحتی له غرمې وروسته دولايت مقام دمامورينوپښې هم په خپلوشعباتو کې نه ټينګيږي.
دټول ولايت دچارو، روح اوساه دوالي شتون بلل کيږي ،کچيرې والي او امنيه قوماندان نه وي ړنګه ورځ ده ، افسوس دی نظام همداسې وی ، ايا په يوداسې نظام کې چې په هغه کې ترشلوزرو کسانوزيات مياشتنۍ معاش اخلي دکار روح يې بايد دوالي اوامنيه قوماندان شتون وي؟
مرکزي حکومت اوپه ځانګړي ډول جناب کرزی صيب خوست ته ،چې کله چارواکي ورمعرفي کوي ، اوبيانوموړي چارواکي ترپوره چور اوتالان ورورسته لدې ګونګې اوبې ژبې سيمې سره الله پاماني کوي ، ايا دمعرفي پروخت ورڅخه لږترلږه ددې پوښتنه کوي،چې ته والي صيب دې در په در ملت اوخاورې ته څومره تعهد لري اوپه دې وطن دې څومره خوا بديږي؟ ځواب روښانه دی فکر نه کوم .
اصل موضوع ته راځم ،همدا تاريخي اوبې سابقه انارشيزم ددې لامل شوی ،چې دزرګونوائتلافي اوافغان پوځيانواوپوځي تجهيزاتو سره،سره خوست دناامنۍ اوبې ثباتۍ په ژور توفان کې ورلاهوشي.
دابدبخته اوانسان خواره ماديات ددې سبب شوي دي ، چې چارواکي دومره محافظه کاره او بې زړه شي ،چې که څوک يې په سر هم وروخيژي دی يې ، بدونه بولي اويواز ې دخپلې زمامدارۍ موده ددې لپاره چې اپراتيفي پيسې اودرهايشي نمرو دخرڅانه بازار يې سوړ نه شي په جار اوقربان وزغمي.
خوست کې داستناف محکمې ،څارنوالی او عدليې رياست اوپوليسي ارګانونوباوجود له محکمې څخه ډېرخلک خپلې معاملې په سپوږمۍ هوټل کې فيصله کوي اودسپوږمۍ هوټل په پريکړو ډير باور لري ، دټولنو اواتحاديو دنوم څخه په استفادې ښاروالي دخپلومامورينوڅخه زيات دملي چالبازانواو مداريانو دناستې پاستې ځای وي ،داډله په ښارکې ددوکانونواوټپريو دجوړولولپاره تش ځايونه پيداکوي اوبيا دخپلې برخې اوحصې دترلاسه کولولپاره پکې اخوا ديخوالکۍ اچوي او دماسټرپلان مخالف پکې ټپرۍ اباده وي .
بلخواخلک دحکومت لارښوونو اوهداياتو ته اعتناء نه کوي اوحتی په رڼا ورځ چور اوتالان روان دی چې داډول انارشي دې لامل شوې ،چې خلک په نظام خپل لږ باور هم له لاسه ورکړي.
دښار سره په جوختو سيموکې هم څوک دخونديتوب احساس نه کوي اوزياتره ښاريان ډيرکله په ښارکې دناامنيوبريدونه اوچاودنوشاهدوي.
په دې بنسټ وړانديزلرو ،چې مرکزي حکومت دې خوست ته دواليانواومسوولينوپه انتخاب کې له دقت اوځيرکتيا څخه کار واخلي.
نوموړي کسان بايد داهليت اوتقوا لرونکي اوپرمختيايي چاروله پلان اوسمبالښت سره بلدوي ، تل بايد نوښتګرۍ اوپرمختګ ته متوجه وي ، دادارو له کارونوبايد نظارت اوبررسی وکړي ، پوليس اوقضايي نظام بايد اصلاح اودخلکو دباور مرجع شي ، دوه ساعته اداري رسميات بايد ټاکلواتوساعتونوته وغځول شي .
دښاروالي ټول اداري اوپرمختيايي پروګرامونه زبردست څار ا وڅيړنې ته اړتيا لري،خلکو ته بايد په نظام اوګټو کې ونډه ورکړل شي ترڅو خوست له شته ګرداب څخه دخلاصون اوژغورنې لار ومومي .
په همدې هيله