
د ناټو عمومي منشي ویلي، چې متحدایالات او ناټو په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو مسئلې ته په جدي سترګه ګوري او له افغان حکومت سره به مرسته وکړي چې تروریستان وځپي.
دا لومړی ځل دی چې د ناټو مشر په پاکستان کې د تروریستانو د پټنځایونو مسئله داسې په زغرده یادوي خو امریکايي چارواکو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره، د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته په پاکستان کې د دیره تروریستي ډلو مسئله په ډېر جدیت سره یاده کړې او پر اسلام اباد یې غږ کړی چې نورنو د دې ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز مټېس د سې شنبې په ورځ وویل مخکې له دې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له تروریستي ډلو څخه د اسلام اباد د ملاتړ د ادعاوو په برخه کې له احتمالي اقداماتو کار واخلي، متحد ایالات به یوځل بیا په افغانستان کې له پاکستان سره د ګډ کار هڅه وکړي.