
د بلوچستان په جل مګسي کې د یوه صوفي پر مزار ځانوژونکی برید شوی، چې شل تنه یې وژلي او شااوخوا دېرش تنه یې ټپیان کړي دي.
ویل شوي، چې جل مګسي د بلوچستان په جنوب ختیځ کې د شااوخوا درې نیم سوه کېلومتره په فاصله پرته سیمه ده.
پرون مازدیګر د دې سیمې په فتح پور سیمه کې د یوه صوفي پیر رکیل شاه پر مزار سلګونه کسان را غونډ شوي وو چې ناببره د مزار په دروازه کې یوه زوروره چاودنه وشوه او لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل
هلته د جل مګسي مرستیال کمېشنر اسد کاکړ رسنیو ته ویلي، چې د مزار په لویه دروازه کې پولیس عسکر د امنیت ساتلو لپاره ولاړ وو.
هغه زیاته کړې؛ د پېښې پر مهال یو مشکوک تن چې مزار ته د ننوتلو هڅه یې کوله یوه پولیس افسر د تالاشۍ لپاره و دراوه چې په همدې وخت یوه زوروره چاودنه وشوه.