روسیې او سعودي عربستان د اړیکو پراخولو ژمنه کړې

روسیې او سعودي عربستان، مسکو ته د ملک سلمان د سفر په ترڅ کې ژمنه کړې، چې خپلې اړیکي به پراخوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون په کریملېن کې د سعودي پاچا ملک سلمان کوربه و.
پوتین ملک سلمان ته د هرکلي ویلو پرمهال د هغه سفر خورا مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، دی ډاډه دی چې دواړه هېوادونه به خپل اړیکي پراخ کړي.
بل ملک سلمان په ځواب کې ویلي، چې موږ غواړو د سولې او امنیت او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ په ګټه خپل اړیکې پراخ کړو.